1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

شنونکي: د افغانستان شخړه ښایي تر سوریې خونړۍ شي

۱۳۹۷ شهریور ۲۳, جمعه

د چارو شنونکي وايي چې په روان کال کې ښايي د افغانستان شخړه تر سوریې هم خونړۍ شي. په افغانستان کې تیرو ۱۷ کلونو راهیسې وسلواله شخړه روانه ده چې په پایله کې یې زرګونه کسان وژل او ټپیان شوي دي.

https://p.dw.com/p/34rsG
Afghanistan Angriff durch Taliban in Ghazni
انځور: Getty Images/AFP/Z. Hashimi

د فرانسې خبري آژانس په خپل یوه تفصیلي رپوټ کې لیکلي دي چې په کابل کې د ناټو د غوڅ ماموریت د اټکلونو برخلاف په افغانستان کې واقعیتونه په بې ساري توګه فرق کوي. په دې ترتیب سره په دې جګړه ځپلي هیواد کې روانه شخړه د ناهیلیو تازه څپې راپورته کړي دي.

د شنونکو په باور د افغانستان له پاره د ولسمشر ترمپ اوسنۍ ستراتیژي د امریکا د پخوانیو ادارو په څیر ناکامه ده او د جګړې په ډګر کې یې یوه کوچنۍ بریا هم نه ده خپله کړې. په امریکا متحده ایالاتو کې د سولې له انستیتوت څخه د افغانستان د چارو کارپوه جاني والش وايي: «په افغانستان کې مخ پر زیاتیدونکي تلفات او په سوریه کې د لوبې [جګړې] د پای ته رسیدو څرک ته په کتو سره، افغانستان ښايي د نړۍ د خونړیو شخړو په کتار کې لومړی ځای ونیسي.»

د افغانستان د چارو دغه کارپوه همدا راز وايي چې د هر کال په تیریدو سره، زیاتره کلونه د نورو کلونو په پرتله لا پسې خونړي کیږي او دغه څه په دوامداره توګه د خرابیدو پر لوري روان دي.

د سوریې شخړه چې د ا فغانستان له کړکیچه وروسته پیل شوي، د سوریې د بشري حقونو د څار د ډلې په حواله په روان میلادي کال کې یې تر اوسه پورې له ۱۵ زرو د ډیرو انسانانو ژوند اخیستی دی.

Graeme Smith Experte der International Crisis Group
گرایم سمیت د کړکیچ په نړیواله ډله کې د افغانستان د چارو کارپوه دیانځور: International Crisis Group

د کړکیچ د نړیوالې ډلې سلاکار ګرایم سمیت په دې هکله د فرانسې خبري اژانس ته وویل چې داسې نښې لیدل کیږي چې په ۲۰۱۸م کال کې به د افغانستان په جګړه کې د ملکیانو او جنګیالیو په ګډون له ۲۰ زرو ډیر کسان خپل ژوند له لاسه ورکړي. نوموړې زیاته کړه چې په دې ترتیب سره د سوریې د جګړې په ګډون دغه تلفات به د نورو ټولو تلفاتو په سر کې راشي.

د  ملګرو ملتونو د رپوټ په حواله د ۲۰۱۸م کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو کچه له ۱۶۹۲ کسانو اوښتې ده. په عین وخت کې د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي بیا اټکل کوي چې په هره اونۍ کې د ۳۰۰ او ۴۰۰ په منځ کې د دښمن جنګیالي وژل کیږي. نوموړي بیا د حکومتي ځواکونو او ملکیانو د تلفاتو په هکله شمیرې وړاندې نه کړې.

تیر کال وروسته له هغې چې واشنګټن او کابل سره د امنيتي ځواکونو د تلفاتو د پټ ساتلو په هکله توافق ته ورسیدل، کابل د افغان امنیتي ځواکونو تلفات نه خپروي. تر دغه توافق وړاندې، د افغانستان د بیا رغونې د بهیر څارونکې امریکایي ادارې یا سیګار په خپل یوه رپوټ کې ویلي وو چې په کلني ډول له ۵۰۰۰ ډیر امنیتي سرتیري وژل کیږي. د چارو شنونکي په دې باور دي چې په افغانستان کې د تلفاتو دغه لوړه کچه، د شخړې یو ریښتینی انځور وړاندې کوي. سمیت په دې برخه کې وايي چې په روان میلادي کال کې د افغان امنیتي ځواکونو تلفات ښايي ډاروونکي وي.

Afghanistan Straßenblockade
انځور: picture-alliance/dpa/J. Kargar

رپوټ زیاتوي چې په عین وخت کې طالبانو هم د هیواد په ګڼ شمیرو سیمو کې د ډیرو سیمو کنترول په لاس کې اخیستی او اسلامي دولت ترهګره ډلې یا داعش هم خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی. د پوځي چارو کارپوه متقاعد جنرال عتیق الله امرخیل وايي چې د افغانستان جګړه په ځانګړې توګه د پاکستان په ګډون د نورو هیوادونو له لوري ګرمه ساتل کیږي. نوموړی خبرداری ورکوي چې امریکا متحده ایالات د خپل متحد [پاکستان] په کنترولو کې پاتې راغلی دی. پر پاکستان تور دی چې د طالبانو مشرانو ته په خپله خاوره کې پټنځایونه برابروي. 

په افغانستان کې وینې تویدنې سربیره، د ناټو عمومي امریکايي قوماندان جنرال جان نیکلسن تیره میاشت د خپل ماموریت د پای ته رسولو پرمهال وویل چې د دې هیواد له پاره د ترمپ ستراتیژي کار ورکوي. د امریکا په نوې ستراتیژۍ کې افغانستان ته د لا ډیرو امریکايي سرتیرو استول او د طالبانو پر اهدافو لا ډیر هوايي بریدونه شامل دي.

خو د کړکیچ له نړیوالې ډلې څخه والش په دې باور دی چې په افغانستان کې نور اضافي سرتیري د لا ډیرې جګړې په معنی دي او په پایله کې یې لا ډیر تلفات رامنځ ته کیږي. نوموړي د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې په بل صورت کې بیا امنیتي وضعیت [په افغانستان کې] له بن بست سره مخامخ کیږي.

Afghanistan Taliban feiern Waffenstillstand mit Einwohnern in Kabul
انځور: Getty Images/AFP/N. Shirzada

د افغانستان د بیا رغونې د بهیر څارونکې امریکایي ادارې یا د سیګار معلومات بیا ښيي چې د افغانستان له پاره د ترمپ پلان لږ پرمختګ لرلی دی. په افغانستان کې د شخړو د پراخیدو سربیره، د طالبانو او حکومت ترمنځ د جون میاشتې اوربند د سولې له پاره هیلې لا هم ژوندۍ ساتلي دي. د چارو شنونکي په دې باور دي چې د سولې د خبرو له پاره د وسلوالو [طالبانو] هڅې به ادامه ولري. له ویلسن مرکز څخه مایکل کوګلمن په دې هکله وویل: «د افغانستان او امریکا حکومتونو درک کړې چې [د افغانستان] د اوږدې جګړې او تاوتریخوالو د پیښو د پای له پاره د سولې لړۍ د حل یوازینۍ لاره ده.»