1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شولڅ نن د چین ستر ښار چونګ چینګ ته ځي

۱۴۰۳ فروردین ۲۶, یکشنبه

د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ به نن يکشنبه د اپريل ۱۴مه چين ته د خپل درې ورځني سفر په ترڅ کې له چونګ چینګ ښار څخه کتنه وکړي. شولڅ به هلته د بوش هایدروجني وسایطو د توليد له تاسیساتو او محصلینو سره وګوري.

https://p.dw.com/p/4ejgj
Kanzler Olaf Scholz in China
انځور: picture alliance/dpa

د پلان له مخې د آلمان لومړی وزير اولاف شولڅ به نن یکشنبه د چين یو تر ټولو ستر ښار چونګ چینګ څخه چې څه باندې ۳۰ میلیونه نفوس لري، کتنه وکړي او هلته به د بوش له تاسیساتو چې هایدروجنی وسایط توليدوي ليدنه وکړي او همدارنګه به له محصلينو سره د ښاري پلان جوړونې په هکله خبرې وکړي.

د شولڅ په پروګرام کې د چین د کمونیست ګوند له ځايي مشر، یوانو جي آی آجون (Yuan Jiajun) سره ليدنه او تر څنګ په يانګ تسه سیند کې د کشتۍ یو سفر هم شامل دی.

تمه ده چې شولڅ به سبا دوشنبه د شانګهای له اقتصادي او مالي مرکز څخه کتنه وکړي او د سه شنبې په ورځ به د سیاسي خبرو اترو له پاره په بيجنګ کې له ولسمشر شي جین پینګ او لومړي وزير لي چیانګ سره وګوري.

شولڅ سره په دغه سفر کې لوړپوړي آلماني مدیران مله دي چې د هغو په ډله کې د آلماني موټرو ميرسدیز-بينز او بي ام وې شرکتونو او همدارنګه د کيمیاوي شرکت (BASF) مدیران هم شامل دي. خو فولکس واګون، چې د اروپا په سطحه د موټرو تر ټولو ستر توليدونکی شرکت دی دا ځل ېې په دغه سفر کې برخه نه ده اخیستې.

له بيجنګ څخه د کتنې پر مهال تمه ده چې له شولڅ سره د آلمان د کرهڼې وزير جم اوزدمیر، د ترانسپورټ وزير فولکر ویزینګ او د چاپېريال ساتنې وزيره شتيفي ليمکه ملګري وي.

اولاف شولڅ د ۲۰۲۱م کال په دسمبر کې د آلمان لومړی وزیر شو چې له هغه وخت راهیسې ېې دا چين ته دوهم سفر دی. په مخکني سفر کې هغه یوازې یوه ورځ په چين کې وو خو دا سفر ېې د درو ورځو له پاره دی.

(dpa)mks/aa

له آرشیف څخه (02.06.2022 ):

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل