1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شولڅ وايي پوتين پر خپل موقف ولاړ برېښي

۱۴۰۱ اردیبهشت ۲۸, چهارشنبه

پر اوکراين د روسيې تر يرغل دوه نيمې مياشتې وروسته د آلمان لومړی وزير اولاف شولڅ د کريملين په مشر ولاديمير پوتين کې د افکارو کوم بدلون نه ويني. روسيې بيا په ختيځ کې د ناټو د اتومي وسلو له ځای پر ځای کولو خبرداری ورکړی.

https://p.dw.com/p/4BIN1
Kombobild | Putin und Scholz
انځور: Kay Nietfeld/dpa/AP/picture alliance

شولڅ د »ټي آنلاين« خبري صفحې سره په مرکه کې ويلي دي چې د روسيې ولسمشر پوتين لا په خپل موقف ولاړ دی او د افکارو د بدلون کوم څرک يې نه معلوميږي. خو د شولڅ په خبره څرګنده خبره دا ده چې روسيې د خپلو ټاکلو جګړه يزو موخو يو هدف هم تر لاسه کړی نه دی. په خبره يې اوکراين ونه نيول شو، بلکې په ډېر مهارت، زړورتيا او سرښندنې سره له ځان څخه دفاع کوي. نوموړي زياته کړه چې »ناټو په شا تګ نه دی کړی، بلکې د ټلوالې په ختيځ اړخ کې يې خپل ځواکونه حتی پياوړي کړي دي. او دغه ټلواله لا غښتلې کيږي کله چې فنلنډ او سويډن د ناټو غړيتوب تر لاسه کړي.«

په ورته وخت کې د روسيې د بهرنيو چارو مرستيال وزير، الکساندر ګروشکو، د ريا خبري آژانس په حواله ويلي دي چې مسکو به لازم د مخنيوي تدابير پورته کړي که ناټو خپل اتومي ځواکونه او بنسټيز جوړښتونه د روسيې سرحد ته څېرمه ځای پر ځای کړي. ګروشکو د فنلنډ او سويډن له خوا په ناټو کې د غړيتوب اخيستلو په هکله هم څرګندونې وکړې. نوموړي وويل چې مسکو د فنلنډ او سويډن په وړاندې کوم خصمانه يا تربګن اهداف نه لري او د دغو دواړو هېوادونو له پاره کوم »واقعي« دلايل نه ويني چې ولې له ناټو ټلوالې سره يو ځای کيږي. 

د روسيې پوځ بيا د شولڅ په خبره سخت تلفات لرلي دي چې د د شوروي اتحاد له خوا د افغانستان د لس کلنې جګړې پرتله هم ډېر دي. شولڅ وويل چې »ورو ورو بايد پوتين پوه شي چې له دغه حالت څخه وتل يوازې له اوکراين سره د تفاهم له لارې کېدای شي.« خو شولڅ ټينګار وکړ چې د اوکراين او روسيې تر منځ يوه موافقه د روسيې له خوا د سولې ديکته بايد نه وي. شولڅ د جمعې په ورځ څه باندې يو ساعت له پوتين سره تليفوني خبرې کړې وې.

آ./م.ن.ص./ا.ا.