1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شويبله: د مهاجرو د اخراج پرځای دې د هغو ادغام ته پام وشي

۱۳۹۷ مهر ۱, یکشنبه

د آلمان د پارلمان رئيس په آلمانۍ ټولنه کې د مهاجرو د لا ښه ادغام او په دې برخه کې د لا زياتو هڅو غوښتونکی شو. ولفګنګ شويبله ويلي دي چې نبايد ډير زيات دې ته هیله مند واوسو چې ټول ردشوي مهاجر دې له آلمان څخه اخراج شي.

https://p.dw.com/p/35MOe
Bundestagspräsident Wolfgang Schäuble
انځور: picture-alliance/dpa/B. von Jutrczenka

د آلمان د پارلمان رئيس ولفګنګ شويبله ټينګار وکړ چې په آلمانۍ ټولنه کې د مهاجرو د ادغام په برخه کې دې ريښتيني او پراخې هڅې ترسره شي. شويبله چې د صدراعظمې انګلا مرکل په مشرۍ د مسيحي دموکرات ګونډ غړی دی، «ولت ام زونتګ» ورځپاڼې سره يې په مرکه کې وويل: «مونږ بايد درک کړو چې د يو کس اخراج هم ډير ګران دی، له همدې امله نبايد د دغو کسانو د ډير زيات شمير اخراج ته هيله مند واوسو، بايد خپل ټول توان په کار واچوو تر څو هغوی په ټولنه کې ادغام کړو.»

د آلمان د پارلمان رئيس د ښي اړخي افراطيانو له خوا د دغه هيواد په ځينو برخو، په ځانګړې توګه په کمنيتڅ او کوتن ښارونو کې ترسره شوو پراخو اعتراضونو ته په کتو وويل: «زه نه شم کولای دا ومنم چې د دغې مسئلې څخه په ګټې اخيستنې سره دې د ختيځ او لويديځ ستونزه بيا رامنځ ته شي. د دغې نظرېې تر ټولو د پام وړ مفهوم له لويديځ څخه راځي.»

شويبله چې تر دې مخکې د آلمان د کورنيو چارو او ماليې وزير په توګه يې هم دندې ترسره کړي دي، د آلمان په فالتس سيمه کې ورته پيښو ته اشاره وکړه او وې ويل: «د کندل ښار اوسيدونکي په ورستيو ورځو کې د ښي اړخ پورې اړوند کسانو د دوامداره مظاهرو شاهدان ول. دغه اقدامات تر ډيره بريده د کندل ښاريانو د غوښتنې خلاف په لاره اچول شوي ول. هيڅ څوک دا فکر نه کوي چې پوښتنه وکړي، چې فالتس کوم اشتباه کار کړی چې دا ډول مظاهرې په کې ترسره کيږي. زه خو د کندل او کوتن ترمنځ هيڅ ډول توپیر نه وينم.»

د آلمان په لانداو ښار کې د يوې ايالتي محکمې د حکم پر اساس، د تيرکال په دسمبر مياشت کې يو افغان پناه غوښتونکي خپله پخوانۍ ملګرۍ د چړې په ګوزارونو ټپي کړه. تر دغې پيښې وروسته، کندل ښار د پرله پسې مظاهرو شاهد وګرځيد. له بل لوري د څو اوونيو راپديخوا د آلمان په کمنيتڅ او کوتن ښارونو کې هم د خلکو له خوا پراخې مظاهرې او اعتراضونو وشول. په دغو حرکتونو کې تر ډيره ښي اړخي افراطيان دخيل ول. د يادو دوو ښارونو په لاريونونو کې څو ځايه «هتلري» سلامي يا د نازيانو د رژیم سلامي وهل شوې او د بهرنيانو ضد شعارونه هم ورکړل شول.

د آلمان د مسلکي زدکړو ادارې تازه ويلی دي چې د آلمان د پرستارۍ او روغتيايي پالنې څانګې د مسلکي کارمندانو له جدي کمښت سره مخ دي.

په دغې اداره کې د کار د بازار محقق توبیاس ماير ويلي دي: «مسلکي مهاجر کولای شي د دغې ستونزې په هوارۍ کې مرسته وکړي.»

د دغو کارپوهانو وړاندوينې ښيي چې آلمان به په ۲۰۳۵ کال کې په مجموعي توګه ۲۸۰ زره مسلکي کارکونکو ته اړتيا ولري.

تر دې مخکې د آلمان د ورغتيا وزير ينس اسفاهن هم ويلي وو چې د بهرنيو کارګرانو پرته لږ امکانات موجود دي چې کلينيکونه او روغتيايي مرکزونه مخته يوړل شي.

aj/rsh(dpa)

له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: