1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شکيلا ابراهيم خېل د بشري حقونو فعالانو جايزې ته نومول شوې

۱۳۹۸ فروردین ۲, جمعه

شکيلا ابراهيم خېل چې د دويچه ويله د افغانستان د څانګې کارکوونکې ده، د بخښني نړيوال سازمان د "Activist Human Rights Award" يعنې د بشري حقونو په برخه کې د فعالانو جايزې ته نومول شوې ده.

https://p.dw.com/p/3FVcF
Shakila Ibrahimkhail
انځور: privat

دغه جايزه د "Movies that matter" يا اهميت لرونکو فلمونو د فستيوال پر مهال (د مارچ له ۲۲مې تر ۲۷مې) پوري په دينهاګ (هالنډ) کې ورکول کيږي.

شکيلا ابراهيم خېل په افغانستان کې د ترهګريزو بريدونو د قربانيانو په هکله د طلوع تلويزيوني چينل له پاره د خپلو راپورتاژونو له کبله شهرت موندلی دی.

په ۲۰۱۶م کال کې يوه ځانمرګي بريدګر د ياد چېنل د يوه ميني بس څنګ ته ځان ته چاودنه ورکړه. اووه کارکوونکي په دغه پېښه کې ووژل شول. ورپسې شکيلا ابراهيم خېل آلمان ته وتښتېدله.

په ۲۰۱۸م کال کې د دويچه ويله د افغانستان په څانگه کې تر عملي دورې تېرولو وروسته شکيلا ابراهيم خېل اوس د آزادې کارکوونکې په توگه له دويچه ويله سره کار کوي.