1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

شیرین عبادي: یوه ورځ به په ایران کي ډیموکراسي راسي

۱۴۰۱ آبان ۲, دوشنبه

د نوبل د جایزې ګټونکې ایرانۍ شیرین عبادي په ایران کي مظاهرو ته په کتو سره بیا هم د دغه هیواد د راتلونکي په هکله خوشبینه ده. خو وايي د ځوان نسل له پاره به دغه ډول خوشبیني پرته له اسلامي جمهوریته رامنځته سي.

https://p.dw.com/p/4IacK
Shirin Ebadi, Friedensnobelpreisträgerin
د سولي د نوبل د جایزې گټونکې شیرین عباديانځور: Oliver Hoslet/picture-alliance/dpa

له ایراني مظاهره کوونکو سره د پیوستون له پاره د بشری حقونو د فلمونو فیستیوال، شیرین عبادي ته د دیموکراسۍ او آزادۍ افتخاري جایزه ورکړه. نوموړې ایرانۍ په ۲۰۰۳ م کال کي د لومړنۍ مسلماني په توګه د نوبل د سولي جایزه ترلاسه کړه. عبادي په یوې ویډیویي وینا کي وویل چي دا غواړي د دغي جایزې نقدي پیسې د ژینا مهسا امیني کورنۍ ته ورکړي. د دغي ۲۲ کلني کُردۍ مړینه په ایران کي له پنځو اونیو راهیسي د مظاهرو د رامنځته کیدو سبب سوه.

Jina Mahsa Aminis Tod (rechts) löste die anhaltenden Proteste im Iran aus
ښي خواته ، ژینا مهسا امیني چی مړینه یې په ایران کي مظاهرې راوپارولېانځور: Social Networks/Zuma/IMAGO

«شیرین عبادي د مظلوم ږغ پورته کوي»

د بشري حقونو د وکیلي په توګه ، شیرین عبادي د فعالینو نسلونه هڅولي دي. پګاه عدالتیان چي په خټه ایرانۍ ده وایی چي « عبادي په دې برخه کي له فکري مخالفینو ، ښځو، اقلیتونو او کوچنیانو څخه ملاتړ او د مظلوم ږغ یې پورته کړی دی». هغه زیاتوي: «د عبادي فعالیتونو په ایران کي د خلکو په شعور کي د بشري حقونو اصول وساتل. همدغه اساسي پرنسیپ د دې سبب سو چي نن ورځ ایرانیاني د آزادي او عدالت له پاره مظاهرې کوي». عدالتیان وايي: «زما څخه تل دا پوښتنه کیږي چي آیا دغه ښځي به د بریالیتوب کوم چانس ولري ، زه ورته وایم چي دا بې ځایه پوښتنه ده ، دا د هغوی حق دی.»

 Pegah Edalatian beim Human Rights Film Festival Berlin
پگاه عدالتیان ، په برلین کي د بشری حقونو د فلم په فیستیوال کيانځور: Dovile Sermokas/HRFFB

په ایران کي بیا هم د وژل کیدو پیښي او بندیګرتونه

خو دغه کسان چي د خپلو حقونو له پاره مبارزه کوي، له سختو خطرونو سره هم مخامخ وي. شیرین عبادي له دویچه ویلي سره په مرکه کي وایی:« چارواکي به هیڅکله په رسمي ډول دا ونه وایي چي څومره انسانان یې وژلي او یا هم بندیان کړي دي. دا په دې معنی چي موږ به هیڅکله پوه نه سو چي څومره انسانان لادرکه سوي او له هغوی سره څه ډول چلند سوی دی.«

د ایران د بشري حقونو د فعالینو د آژانس په حواله ، لږترلږه ۲۴۴ انسانان چي په هغو کي ۳۲ کوچنیان هم شامل دي د ایراني امنیتي ځواکونو له خوا وژل سوي دي. علاوه پر دې د بشري حقونو د سازمان په حواله د دغو مظاهرو له پیل راهیسي لږترلږه ۱۲ زره ۵۰۰ انسانان بندیان سوي دي.

عبادي: «په اسلامي جمهوریت کي ځوانان هیڅ ډول راتلونکی نلري»

اوس دا پوښتنه رامنځته کیږي چي ، پر دا ټولو خطرونو سربیره چی ښځي ورسره مخامخي دي ، ولي بیا هم هغوی سړکونو ته راوزي او په عام محضر کي خپل پوړني ایسته کوي. شیرین عبادي وایي:« دغه ځوان نسل د تیر نسل په پرتله په ډیر څه پوهیږي. هغوی پوهیږي ، که اسلامي جمهوریت همداسي ادامه پیدا کړي ، نو هغوی به هیڅ ډول روښانه راتلونکی ونلري. موږ په اوس وخت کي  ډیر تحصیل یافته ځوانان لرو ، خو ۴۰ سلنه یې لا کار نه سي پیدا کولای او هغو کسانو چي کار پیدا کړی کافي معاش نلري چي خپلي کورنۍ ته کافي نفقه برابره کړي. له همدې کبله واضح خبره ده چی هغوی سړکونو ته راوزي او مظاهرې کوي.»

Anti Hijab Protests for Mahsa Amini - Iran
په ایران کي د مهسا امیني له پاره د حجاب ضد مظاهرېانځور: SalamPix/abaca/picture alliance

«حکومت یوازي درواغ وایي»

عبادي د اِیوین په محبس کي د وروستۍ اورلګیدني په هکله وایي: »د حکومت هغه ادعا چي ګواکي بندیانو  د محبس په خیاطخانه کي په خپله  اور لګولی وو ، د هغوی کاري ساعتونو ته په کتو سره هغه په آسانۍ سره ردیدلای سي.« د عبادي په خبره ټول هغه څه چي حکومت تر اوسه پوري ویلي ، »یوازي درواغ دي«.

د ایران دغه محبس د دې له پاره مشهور دی چي پکښي د حکومت د مخالفینو او منتقدینو نسلونه بندیان سوي دي. مشهور فلم جوړونکي او د جایزې ګټونکي جعفر پناهي او محمد راسولوف د نوموړي محبس له مشهورو بندیانو څخه شمیرل کیږي. د پناهي میرمن طاهره سعیدي د فردا له راډیو سره په مرکه کي دا خبره تأیید کړې چي هغوی داوړه ژوندي دي. خو د هغې د میړه له پاره د ژوند تر ټولو سختي شیبې دي.

آ./گ.غ.پ./ا.ا.