1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: د امریکایې سرتیرو د ايستلو په راپورونو خوشاله يو

۱۳۹۷ دی ۱, شنبه

له افغانستان څخه د امریکایې ځواکونو د ممکنه ایستلو راپورونو غبرګونونه رامنځ ته کړي دي. ناټو سازمان ويلي چي پر خپلو تعهداتو ولاړ دی، آلمان د لا زياتو معلوماتو د ترلاسه کولو هڅه کوي او طالبانو خوښي څرګنده کړې ده.

https://p.dw.com/p/3AWtV
Afghanistan US-Soldaten in der Provinz Logar
انځور: Reuters/O. Sobhani

له افغانستان څخه د ۷۰۰۰ امریکایې سرتیرو د ایستلو په اړه د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ د پریکړې په اړه د رپوټونو تر خپریدو وروسته افغان حکومت هڅه کوي خپل آرامش وساتي.

د افغانستان د ولسمشر ویاند وایې چې له افغانستان څخه د امریکایې ځواکونو وتل به د دغه هیواد پر امنیت ناوړه اغیزه ونه کړي، ځکه د تیر څلورنیمو کولونو راهیسې د وضعیت ټول کنترول د افغان امنیتي ځواکونو په لاس کې دی.

د «ټاګس شاو» په نوم آلماني انټرنټ پاڼې د جمعې په ورځ د لویدیځو دیپلوماتو په حواله په خپل رپوټ کې لیکلي دي، ټول پوهیږي چې افغان امنیتي ځواکونه د روحیې له پلوه په نامساعده شرایطو کې قرار لري، په کافي اندازه جنګي وسایل په اختیار کې نه لري، لږ معاش ترلاسه کوي او په امنیتي لیکو کې په کافي اندازه همغږي شتون نه لري.

د دې رپوټ پر بسنټ افغان سیاستوال د افغان مسئولو چارواکو برخلاف د امریکایې ځواکونو وتل د اندیښنې وړ ارزوي. د افغانستان د ملي جنبش غړی کنشکا ترکستاني وایې: «مونږ په خطرناکو شرایطو کې قرار لرو، او د دغو ځواکونو وتل به په هیڅ ډول له مونږ سره مرسته ونه کړي».

د طالبانو هرکلی

طالبانو د دې پریکړې هرکلی کړی دی. د دې ډلې یوه لوړپوړې قوماندان چې د پاکستان په شمال لویدیځ سیمه کې حضور لري د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې طالبانو انتظار نه درلود چې امریکا به دومره ژر اقدام وکړي، خو ډير زیات خوشحاله او د «لا زیاتو ښو خبرونو» په تمه دي.

ناټو

د شمالي اتلانتيک تړون سازمان (ناټو) له افغانستان څخه د يوې برخي امريکايي عسکرو د وتلو په اړه له تبصرې ډډه کړې ده. د ياد سازمان وياندې اوآنا لُنګېسکو د جمعې په ورځ په بروکسل کي وويل چي پر يادي موضوع يې راپورونه لوستي دي. د هغې په وينا پر دغه موضوع معلومات صرف د امريکا متحده ايالاتو چارواکي وړاندي کولای سي. هغې البته پر دې ټينګار وکړ چي د ناټو سازمان په افغانستان کي خپل ماموريت ته مخ پر وړاندي هم ژمن دی. وياندې زياته کړه چي په افغانستان کي د ناټو ماموريت له دې کبله مهم دی، چي دا يقيني کړل سي چي دغه هيواد هيڅکله بيا د نړيوالو ترهګرو له پاره د پټېډو په ځای بدل نه سي. د آلمان حکومت ويلي چي د اړونده راپورونو په تړاو له مختلفو لارو د لا زياتو معلوماتو د په لاس راوړلو هڅه کوي.

دمګړی په افغانستان کي شاوخوا ۱۴ زره امريکايي عسکر مستقر دي. د وسله والو طالبانو يو وياند ويلي چي د امريکا د دغه اعلان له کبله تر اندازې زياته خوښي احساسوي.