1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

طالبان: د سولې خبرې قدم په قدم پر مخ روانې دي

۱۳۹۷ اسفند ۱۳, دوشنبه

د طالبانو یوه ویاند د یکشنبې په ورځ وویل چې د سولې خبرې اترې «قدم په قدم» پر مخ روانې دي. دا په داسې حال کې ده چې دغې ډلې د افغان او امریکایي ځواکونو پر یوې ګډې پوځي اډې باندې د یوه وروستي برید مسوولیت منلې دی.

https://p.dw.com/p/3EOic
Katar Taliban Büro in Doha
انځور: picture-alliance/AP Photo/O. Faisal

د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ خبرې اترې تر یوې لنډې وقفې وروسته د قطر په پلازمینه دوحه کې د شنبې په ورخ بیرته پیل شوي دي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، رسنیو ته په یوه استول شوې بیانیه کې ویلي دي: «په دوحه کې روانې خبرې اترې قدم په قدم پر مخ روانې دي. له دې کبله چې موضوع ډیره حساسه او حیاتي ده، نو له دې کبله په خبرو کې پر مختګ هم له ډیر احتیاط او مواظبت سره ترسره کیږي.»

د ویاند په خبره، مذاکرات اوس هم له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو پر قسمي وتلو او پر دې باندې متمرکزې دي چې د افغانستان خاوره بیا د ترهګرو پر پټنځای باندې بدله نه شي.

په جنوري میاشت کې د طالبانو او امریکایي استازو تر منځ د خبرو اترو په پایله کې پر دغو دوو موضوعګانو باندې به اصولو کې موافقه شوې وه. مجاهد ویلي دي: «دا باید وویل شي چې تر اوسه پورې پر کومې موافقې او سند باندې تفاهم نه دی رامنځ ته شوی.»

لا تر اوسه پورې امریکا متحده ایالاتو د خبرو اترو د پرمختګ د څرنګوالي په اړه کومه بیانیه نه ده خپره کړې. د پنجشنبې په ورځ د نیویارک ټایمز ورځپانې په یوه رپوټ کې راغلي وو چې د هغه پلان له مخې چې پنتاګون طالبانو ته وړاندې کړی دی، امریکایي ځواکونه کیدای شي د پنځو کلونو په جریان کې له افغانستان څخه ووځي. طالبانو دغه رپوټ رد کړی او ویلي یې دي چې د دغه ډول یوه پلان له شتونه خبر نه دي.

خبرې اترې په داسې حال کې دوام کوي چې طالبانو د جمعې په ورځ په هلمند ولایت کې د افغان او امریکایي ځواکونو پر یوې اډې باندې برید وکړ او لږ تر لږه ۲۳ افغان ځواکونه یې ووژل. کارپوهان ګواښ کوي چې طالبان ښايي په مذاکراتو کې د برلاسه کیدو په موخه په راتلونکو میاشتو کې د افغانستان په بیلابیلو برخو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړي.