1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«طالبان د سيمې له هېوادونو سره د اړيکو په لټه کې دي»

۱۴۰۲ بهمن ۱۰, سه‌شنبه

د «کړکېچ نړيوالې ډلې» څېړنيز بنسټ د افغانستان په تړاو په يوه نوي رپوټ کې موندلې ده چې طالبان په داسې حال کې چې د لوېديځ له خوا منزوي شوي دي، د سيمې له هېوادونو سره د اړيکو ټینګولو په لټه کې دي.

https://p.dw.com/p/4bozs
د طالبانو رئيس الوزرا د چين له سفير سره د روغبڼ په حال کې
د طالبانو رئيس الوزرا د چين له سفير سره د روغبڼ په حال کېانځور: Taliban Prime Minister Media Office

دې څېړنیز بنسټ خپل دا نوی رپوټ د سه شنبې په ورځ (۲۰۲۴م کال د جنورۍ ۳۰) خپور کړی دی او دې ته پکې کتنه شوې ده چې د افغانستان ګاونډيو هېوادونو لکه چين، پاکستان او ايران، د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې د طالبانو له بيا واک ته رسېدو راهيسي له دغه ډلې سره څرنګه اړيکي لرلي دي.

د کړکېچ نړيوالې ډلې د افغانستان ارزوونکي ابراهيم باهيس، استدال کوي: «د افغانستان ګاونډي هېوادونه له دغه ډلې سره د تعامل پرته بل انتخاب نه لري.» نوموړي زياته کړه: «مخ پر زياتيدونکي مسئلې لکه د پولو دواړو غاړو ته وسله وال، ترهګري او د اوبو لانجې پراخ بنسټه سيمه ایزې امنيتي همکارۍ ته اړتيا لري، څو د ماضي د بوږنونکې بې ثباتۍ مخه ونیوله شي.»

افغانستان کې د پانګونې له پاره شرایط څه ډول دي؟

باهيس وويل چې پر امنيت سربیره، د سيمې حکومتونه له طالبانو سره د اقتصاد پر بنسټ د ولاړ تعامل په لټه کې دي، داسې ګډې ګټې چې په کرار کرار په کابل کې پر رژيم د دوی نفوذ زيات کړای شي.

هغه وايي چې دا څه کيدای شي د نجونو او ښځو په ګډون له هغو افغانانو له وضعيت سره مرسته وکړي چې ډېر کړيږي.

له دې کبله په بروکسل کې مقر لرونکې دا بنسټ توصيه کوي چې د لوېديځ هېوادونه د امنيتي همکاريو او اقتصادي ادغام له پاره سيمه ایزې همکارۍ ملاتړ کړي او يا لږ تر لږه دا چې مخه یې ونه نيسي.

دمګړۍ لوېديځ د طالبانو حکومت د ښځو او نجونو پر وړاندې د محدوديتونو په دليل منزوي کړی دی: د مثال په توګه نجونو يوازې تر شپږ ټولګې پورې ښوونځي ته د تگ اجازه لري او نه شي کولای پوهنتونو ته ولاړې شي. د ښځو پر کار هم محدوديتونه وضع شوي دي. تر اوسه هیڅ هېواد هم د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پيژندلی.

ب. ص/ ن. ز (DPA)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل