1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: له پاکستان څخه ۵۵۵ افغانان په جبري ډول اخراج شوي

امید دیدار
۱۴۰۳ فروردین ۳۰, پنجشنبه

په افغانستان کې د طالبانو ادارې خبر ورکړی دی چې تېره ورځ پاکستان ۵۵۵ افغانان په جبري ډول له هغه هېواد څخه ايستلي دي.

https://p.dw.com/p/4eufI
له پاکستانه د افغان کورنیو جبري اخراج
له پاکستانه د افغان کورنیو جبري اخراجانځور: FAROOQ NAEEM/AFP/Getty Images

د طالبانو  ادارې د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی دی، چې تېره ورځ د وري پر ۲۹ نېټه پاکستان  ۵۵۵ افغانان په جبري توګه اخراج کړي دي.

د کډوالو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې دغه افغانان تېره ورځ د سپین بولدک او تورخم بندرونو له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

په خبرپاڼې کې راغلي دي چې د سپين بولدک له لارې ۵۳ کورنۍ چې ۲۸۶ کسان کېږي، په جبري ډول تېره ورځ هېواد ته راستول شوي دي. دغه راز په خبرپاڼې کې ویل شوي دي چې د تورخم بندر له لارې هم ۵۲ کورنۍ چې ۲۶۹ کسان کېږي، هېواد ته راګرځېدلي دي.

تورخم بندر: له پاکستانه ګڼ شمېر کډوال راستانه شوي دي
تورخم بندر: له پاکستانه ګڼ شمېر کډوال راستانه شوي ديانځور: The Norwegian Refugee Council/REUTERS

ویل شوي دي چې دغه ټولې کورنۍ په کندهار او ننګرهار کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت نړیوال سازمان او نورو مرستندویه ادارو ته د مرستو له پاره ورپېژندل شوي دي.

دغه کورنۍ داسې حال کې افغانستان  ته په جبري ډول اخراجېږي چې په دې وروستیو کې پاکستاني چارواکو له هغه هېواده د افغانانو د اخراج د نوې لړۍ د پیلولو خبر ورکړی دی. په همدې حال کې پاکستان دوې ورځې مخکې تورخم دروازه د بې ویزې ناروغانو پر مخ هم تړلې ده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل