1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان وايي چې له متحده آيالاتو سره يې فاصله لنډه شوې

۱۳۹۸ اردیبهشت ۱۴, شنبه

طالبان وايي چې د واشنګټن له ځانګړي استازي سره يې په خبرو کې فاصله په لنډيدو ده. د دوحې خبرې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د ايستلو په اړه صورت نيسي.

https://p.dw.com/p/3Hv1b
Katar | Taliban | Friedensgespräche
انځور: picture-alliance/dpa/AP Photo/Qatar Ministry of Foreign Affairs

دواړه غاړې په قطر کې خپلو ليدنو ته دوام ورکوي. طالبان په دوحه کې سياسي دفتر لري. اسوشيتډ پريس ته د طالبانو د وياند له خوا په يوه استول شوي غږيز پيغام کې ويل شوي چې دواړو لورو په دوحه کې د متحده آيالاتو او ناټو ځواکونو د شمېر د راکمولو په مقصد نوي وړانديزونه هم کړي دي. دا به ښايي يو لومړی مهم ګام وي څو د افغانستان نزدې ۱۸ کلنې جګړې او د امريکا متحده آيالاتو تر ټولو اوږده پوځي ماموريت ته د پای ټکی کښېښودل شي. د متحده آيالاتو له خوا ګمارل شوي د سولې استازي، زلمي خليلزاد البته پر اوربند باندې ټينګار وکړ او د جمعې په ورځ يې په تويتر کې وليکل: «د دې وخت رارسېدلی دی چې وسلې پر ځمکې کښېښودل شي.» خو دا په داسې حال کې ده چې طالبانو هر ډول اوربند رد کړی دی تر څو چې د متحده آيالاتو او ناټو ځواکونه له افغانستان څخه ايستل شوي نه وي. 

APE / 0234 / EAP / ن. ص/ ش. ن