1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان په اسلام آباد کې له عمران خان او امریکایانو سره ویني

۱۳۹۷ بهمن ۲۵, پنجشنبه

طالبانو د چهارشنبي په ورځ وویل چې د دوی مرکچي پلاوی به دا ځل له امریکايانو سره د پاکستان په پلازمینه اسلام آباد کې خبرې اترې کوي. دې ډلې ویلي چې له لومړي وزیر عمران خان سره به هم وویني او د افغانستان په اړه به بحث وکړي.

https://p.dw.com/p/3DLws
Russland Vertreter der Taliban in Moskau
انځور: picture-alliance/Sputnik/V. Astapkovich

طالبانو د چهارشنبې په ورځ د (۲۰۱۹م کال د فبروري میاشتې په ۱۳ نیټه) وویل چې غواړي له امریکايي چارواکو سره د افغانستان د سولې په هکله د پاکستان په اسلام آباد کې خبرې او مذاکرات وکړي. یادې ډلې همدا راز زیاته کړې چې په پام کې لري چې دا ځل د افغانستان په هکله د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره هم خبرې او ملاقات کوي.

د طالبانو په بیانیه کې راغلي دي: «د پاکستان هیواد د حکومت په رسمي غوښتنه به د روان ۲۰۱۹م کال د فبروري په ۱۸مه نیټه له امریکایې ټیم سره د اسلامی امارت [طالبانو ډلې] د مذاکراتي ټیم ناسته او مذاکرات په اسلام اباد کې تر سره شي.»

لا تر اوسه پورې اسلام آباد په دې اړه څه نه دي ویلي خو واشنګټن بیا ویلي چې دوی د طالبانو له دې اعلانه خبر دي. د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «موږ به پرانیستي چاپیریال کې مذاکرات ونه کړو.»

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت دغه ویاند همدا زیاته کړه چې امریکا متحده ایالاتو تر اوسه پورې [له طالبانو څخه] د هر راز خبرو په هکله کومه رسمي غوښتنه نه ده ترلاسه کړې. د یاد وزارت ویاند همدا راز وویل: «دا د یوې اوږدې پروسې پیل دی او موږ غواړو [چې دغه لړۍ] د نه بربنډ دپلوماتیکو چینلونو له لارې پرمخ یوسو.»

د امریکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو د تازه لړۍ په هکله دغه معلومات په داسې حال کې رابرسیره کیږي چې همدا اوس د افغانستان د سولې د مذاکراتو له پاره د امریکا متحده ایالاتو د پلاوي مشر زلمی خلیلزاد، د افغانستان د اوږدې جګړې د پای او د سولې لړۍ له پاره د ملاتړ موندلو په موخه یو بل اوږد رسمي سفر پیل کړی دی.

خلیلزاد تیره میاشت له طالبانو سره د قطر په پلازمینه دوحه کې اوږدې خبرې او مذاکرات ترسره کړل چې نیږدې شپږ ورځې یې دوام وکړ. طالبان د قطر په پلازمینه دوحه کې دفتر لري او له امریکا سره زیاتره مذاکرات د خلیج په همدې هیواد کې ترسره کیږي. ټاکل شوې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو تازه لړۍ به د روانې فبروري میاشتې په وروستیو کې یو ځل بیا پیل شي.

طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د پاکستان د حکومت په رسمي بلنه به د روانې فبروري میاشتې په ۱۸ نیټه د دې هیواد په پلازمینه اسلام آباد کې جلا کتنې او ملاقاتونه ولرې. د اعلامیې په حواله تر دې وروسته د فبروري میاشتې په ۲۵ نیټه به د خبرو بله لړۍ د قطر په پلازمینه دوحه کې ترسره شي.

Russland | Gespräche zwischen Taliban und afghanischen Politikern
انځور: Getty Images/AFP/Y. Kadobnov

د افغانستان د سولې د لړۍ د غښتلي کولو او یوه میز ته د افغانانو د راوستلو په موخه، خلیلزاد اوس مهال د یوه ستر امریکايي پلاوي سره په ګډه د بلجیم، آلمان، ترکیې، قطر، پاکستان او افغانستان په سفر راوتلی دی. نوموړي تر دې وړاندې د افغانستان تر ولسمشریزو ټاکنو مخکې یعنې د سولې د یوه توافق په هکله محتاطانه هیله څرګنده کړې وه، خو روښانه کړې یې وه چې طالبان باید د کابل له حکومت سره د مذاکراتو له پاره په یوه میز کښیني. طالبان بیا له افغان حکومت سره خبرې ردوي او هغه د امریکا ګوډاګۍ حکومت ګڼي.

له عمران خان سره د طالبانو ملاقات

په عین وخت کې ولسمشر غني چې د سولې د روانو خبرو په ترڅ کې ګوښې ته کړل شوی دی، د چهارشنبې په ورځ په مونیخ امنیتي کنفرانس کې د ګډون په موخه د آلمان په لوري خوځیدلی دی.

Aghanistan, Kabul: Ashraf Ghani auf einer Pressekonferenz
انځور: picture-alliance/AP/R. Gul

طالبانو همدا راز اعلان کړی چې استازي یې د پاکستان او افغانستان د دوه اړخیزو اړیکو پر سر د هر اړخیزو خبرو په موخه د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره هم ملاقات لري. تیره میاشت پاکستاني رسنیو د طالبانو او امریکايي چارواکو ترمنځ د مذاکراتو د کوربتوب په هکله د اسلام آباد د چمتووالي په هکله ځینې رپوټونه هم خپاره کړي وو. 

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال په جنوري میاشت کې هغه مهال چې خلیلزاد د سیمې د هیوادونو په سفر بوخت وو، نوموړي د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره هم وکتل. پاکستان د هغو دریو هیوادونو له ډلې څخه دی چې په ۲۰۰۱م کال کې یې د طالبانو رژیم په رسميت پیژاندلی وو.

سربیره پر دې د تیر میلادي کال په دسمبر میاشت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي، ویلي وو چې د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ، لومړي وزیر عمران خان، ته لیک استولی چې پکې د افغانستان د ۱۷ کلنې جګړې د پای ته رسولو او د سولې د هڅو په برخه کې یې د اسلام آباد د ملاتړ غوښتنه کړې وه. اوس مهال د واشنګټن او اسلام آباد ترمنځ اړیکې ډیرې ترینګلي شوي دي.

امریکايي چارواکي تور پورې کوي چې پاکستان د طالبانو پر وړاندې اقدامات نه کوي او آن له طالبانو سره مرستې کوي. د امریکايي چارواکو په حواله طالبان د پاکستان او افغانستان د ګډې پولې په اوږدو کې له خپلو پټنځایونو په افغانستان کې بریدونه کوي.

سپینه ماڼۍ په دې باور ده چې د پاکستان استخباراتي اداره یا آی. اس. آی او د پاکستان نور پوځي بنسټونه له اوږدې مودې راهیسې طالبانو ته وسلې او مالي ملاتړ ورکوي او باور لري چې که چیرته پاکستان د طالبانو پر ضد په اقداماتو لاس پورې کړي، دغه څه د افغانستان د جګړې پایلو ته تغیر ورکولی شي. پاکستان بیا دغه تورونه ردوي او وايي چې له جنګیالیو سره د اوږدې جګړې له کبله زرګونه پاکستانیان وژل شوي دي.