1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: په دوحه کي له امریکا سره د خبرو نوی پړاو پيلیږي

۱۳۹۸ اردیبهشت ۱۱, چهارشنبه

د طالبانو يوه وياند ويلي دي چي د امريکا متحده ايالاتو له استازو سره يې په دوحه کي د خبرو اترو نوی پړاو نن د چهارشنبې په ورځ پيلیږي.

https://p.dw.com/p/3HknA
Russland Vertreter der Taliban in Moskau
انځور: picture-alliance/Sputnik/V. Astapkovich

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال د می لومړۍ) د تويتر په پیغام کي ليکلي دي چي په دوحه کي د امريکا متحده ايالاتو له استازو سره د طالبانو د خبرو دوهم پړاو به نن پيل سي.

امريکا متحدو ايالاتو په خپل سياست کي په يوه عمده بدلون سره د تير ميلادي کال په دوبي کي د طالبانو له استازو سره مخامخ خبري اتري پيل کړې، څو په افغانستان کي له ۱۷ کلونو راهيسي روانه جگړه ختمه سي.

تر هغه دمخه دوی تل دا ويل چي وسله وال طالبان بايد مخامخ له افغان حکومت سره خبري اتري وکړي او د سولي پروسې مشرتوب بايد خپله افغانان وکړي.

د امريکا متحده ايالاتو او طالبانو د استازو تر وروستيو خبرو وروسته چي د روان کال د مارچ مياشتي په نيمايي کي پای ته ورسېدلې، دواړو اړخونو په دوو مهمو موضوعاتو کي د پرمختگ خبر وکړ: د طالبانو غوښتنه له افغانستان څخه د ټولو بهرنيو ځواکونو وتل او د امريکا غوښتنه له افغانستان څخه د تروريستي بريدونه د نه پلان تضمين وو.

د افغانستان د سولي له پاره د امريکا متحده ايالاتو ځانگړي استازي زلمي خليلزاد هغه مهال ويلي ول چي که پر دغو دوو موضوعاتو باندي توافق وسو، بيا به نو د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ روان کړکېچ ته د يوې سياسي حل لاري موندلو او اوربند په اړه خبري اتري پيل سي.

طالبانو تر اوسه پوري له افغان حکومت سره خبري اتري رد کړي دي، ځکه دوی افغان حکومت د امريکا متحدو ايالاتو لاسپوڅی گڼي.

(N.Z/S.R(dpa

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل