1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د رسنیو د آزادۍ نړیواله ورځ؛ په افغانستان کې څه تیریږي؟

۱۴۰۳ اردیبهشت ۱۴, جمعه

د مطبوعاتو د ازادۍ په نړیواله ورځ دویچه ویله له داسې خبریالانو سره غږیدلې ده چې د طالبانو تر حاکمیت لاندې د ازادو رسنیو له پاره کار کوي. هغه خبریالان چې وایي په دا ډول شرایطو کې کار«په خپل ژوند لوبې کول» دي.

https://p.dw.com/p/4fSHd
آرشيف انځور: د افغانستان طلوع تلویزيون په کابل کې
آرشيف انځور: د افغانستان طلوع تلویزيون په کابل کېانځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

که څه هم طالب چارواکو د رسنیزو فعالیتونو د ملاتړ خبره کړې ده، خو د ازادو رسنیو مدافع سازمانونه وایي چې اوس د طالبانو تر واکمنۍ لاندې یوازې هغه رسنۍ او خبریالان په افغانستان کې فعالیت کولی شي چې د حاکمې ډلې د محدودونکو تګلارو پر اساس عمل کوي.

د آزادو رسنیو مدافع بنسټونه وایي چې طالبانو په افغانستان کې د خپلې واکمنۍ تر دوو کلونو په ډیر وخت کې د رسنیو د فعالیتونو په اړه ۱۷ محدودونکي لارښوونې یا تګلارې صادر کړي دي.

معلوماتو ته د لاسرسي ستونزه

هغه خبریالان چې له آزادو رسنیو سره د کار تجربه لري، وایي چې اطلاعاتو ته لاسرسی په شدید ډول محدود او په ځنو مواردو کې ناممکن شوی دی.

مهر آشنا (مستعار نوم) هغه خبریاله ده چې شاوخوا دوه کلونه یې د طالبانو تر حاکمیت لاندې په پټه له افغانستان څخه بهر د آزادو رسنیو له پاره کار کړی دی.

دا وایي چې په افغانستان کې د آزادو رسنیو له پاره فعالیت کول داسې دي، لکه یو څوک چې «خپل سر په تلي» کې ونیسي.

آشنا دویچه ویله ته وویل، سرچینې د هغو ګواښونو له کبله چې د طالبانو له خوا شته «په آسانۍ د ازادو رسنیو له خبریالانو سره مرکو او معلوماتو وړاندې کولو ته تیار نه دي او ډیر نور بیا په سختۍ سره حاضریږي چې له خبریالانو سره خبرې وکړي.»

دغې خبریالې ویلي دي چې خپلې ټولې مرکې یې د دفتر یا کور په څیر په «تړلې فضا» کې کړي دي؛ ځکه په پرانیستې فضا کې د مرکې کول د نیول کیدو خطر له ځان سره لري.

دې خبریال وویل: «فضا داسې ده چې نه هم منبع کولی شي په ازادنه ډول خبرې وکړي او نه هم خبریال هغه پوښتنې مطرح کولی شي چې ورته اړتیا ده.»

ډېر خبریالان چې په افغانستان کې دننه د آزادو رسنیو له پاره په پټه کار کوي، رسنیز تولیدات یې بې د خبریال د نوم او هویت له ذکر کولو څخه خپریږي چې دا د خبریالانو له پاره زورونکې ده.

که څه هم طالب چارواکو ویلي دي چې دوی له مطبوعاتو سره د ملکي رسنیو د قانون پر بنسټ «تعامل» کوي، خو هغه خبریالان چې په افغانستان کې د طالبانو د حاکمیت لاندې د کار تجربه لري وایي چې د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې د طالبانو نظر «خصمانه» دی.

د طالبانو د نشریاتي سیاست پیروي

د طالبانو اداره یوازې هغو رسنیو ته د فعالیت اجازه ورکوي چې د دوی رسنیز سیاست تعقیبوي. هغه رسنۍچې د دوی له سیاست څخه پیروي ونه کړي تړل کیږي او هغه خبریالان چې دغه سیاست تعقیب نه کړي استعفا کولو ته اړ ایستل کیږي.

حمید تابش (مستعار نوم) هغه خبریال دی چې شپږ کاله یې د جمهوریت په دور او شپږ میاشتې یې د طالبانو په واکمنۍ کې د ژورنالیزم په برخه کې فعالیت کړی دی. نوموړی د طالبانو د ګواښونو له کبله د خپلو ژورنالیستیکي فعالیتونو څخه لاس په سر او آزاد شغل ته یې مخه وکړه.

تابش دویچه ویله ته وویل کله چې خبریال د معلوماتو ترلاسه کولو له پاره طالب چارواکو ته مراجعه کوي هغوي فکر کوي چې «دښمن سره مخامخ دي او دغه دښمن غواړي د دوی نیمګړتیاوې او کمزوري خپره کړي.»

هغه وویل چې د طالبانو د یوه یا دوه ویاندویانو پرته چې هغه هم د انتخاب په صورت کې خبریالانو ته معلومات ورکوي، د طالبانو ټولې ادارې او چارواکي له خبریالانو سره مشکل لري: «کله چې یو خبریال د مرکې له پاره د طالبانو یوې ادارې ته ځي، په وار وار د خبریالۍ کارت او هغې رسنۍ په هکله پوښتل کیږي چې دی ورته کار کوي. دغه پوښتنې د قانون پلي کولو له پاره نه دي، بلکې بد پرې لګږي. له بده مرغه موږ په وار وار دغه موارد تجربه کړي دي.»

دغه خبریال وویل د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ وزارت «موږ مجبورولو چې د طالبانو پر ځای، اسلامي امارت او د ملا هيبت الله پر ځای ملا هيبت الله اخند زاده حفظه الله» ووایو.

هغه وایي چې په هغو شپږو میاشتو کې چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په کابل کې د یوې نشريې مدیر مسئول وو، شپږ ځله د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ وزارت له خوا احضار شوی دی.

د افغانستان په رسنیو کې سانسور

د خبریالانو د ملاتړ بنسټونه وایي چې د رسنیزو نشراتو محتوی د حاکمې ادارې له خوا تر نظر لاندې نیول کیږي او هغه خبریالان او رسنۍ چې د طالبانو لارښوونې نه عملي کوي تر پوښتنې لاندې نیول کیږي او په ځنو مواردو کې بندیان کیږي.

یو خبریال چې په افغانستان کې فعالیت کوي وویل: «په هغه صورت کې چې یو رپوټ د طالبانو د میل خلاف وي، د خپریدو په سبا یې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هغې رسنۍ مسئول را جلبوي او ورته وایي چې د دا ډول مواردو خپرول جواز نه لري.»

دغه خبریال وویل چې حتی د فقر په هکله رپوټ ورکول چې په افغانستان کې ښځې او ماشومان ورسره لاس او ګریوان دي، هم د طالبانو له پاره د منلو وړ نه دي.

د افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان مشر حامد عبیدي، دویچه ویله ته وویل: «په هغه صورت کې چې یو خبریال انتقادي رپوټ چمتو کړي، د حاکمو چارواکو له خوا تر پوښتنې لاندې نیول کیږي.»

هغه وویل چې په افغانستان کې د رسنیو پر فعالیتونو شدید نظارت شته، له همدې امله خبریالان مجبوره دي چې د ځان سانسورولو ته غاړه کیږدي.

په اوس وخت کې هغه رسنۍ چې له افغانستان څخه دباندې فعالیت لري، سرچینو ته د نه لاسرسي له ستونزې سره لاس او ګریوان دي. په محدودو مواردو کې هغه خبریالان چې د دغو رسنیو له پاره کار کوي، خپل فعالیتونه په پټه پر مخ وړي.

عبیدي وایي: «حاکم نظام په دې باور دی چې اطلاعات نه باید له افغانستان څخه بهر واستول شي، له همدې امله یې پر خبریالانو او رسنیو ډیر فشارونه وضع کړي دي، څو اطلاعات له افغانستان څخه بهر ته وانستوي».

حسین سیرت: ش.ن/ ن.ز

آیا پر رسنیو محدودیتونه به لیرې که لا پسې ډیر شي؟