1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو له امریکا د سولي د مستقیمو خبرو غوښتنه کړې

۱۳۹۷ خرداد ۲۳, چهارشنبه

طالبانو د اختر په مناسبت په خپاره شوي پیغام کې له «امریکايي اشغالګرو» د افغانستان د پریښودلو غوښتنه کړې او د اسلامي قوانینو په رڼا کې یې د روښانه راتلونکې ډاډ ورکړئ. دوی وايي چې له وړاندې نه یې ډیرې سیمې آزادې کړي دي.

https://p.dw.com/p/2zSK3
Afghanistan Taliban Kämpfer in der Ghazni Provinz
انځور: Reuters

وسله والو طالبانو د افغانستان د حکومت د اوربند په ځواب کې یوازې د اختر د دریو ورځو په اوږدو کې د اوربند اعلان وکړ خو وايي چې په دې اوربند کې بهرني ځواکونه شامل نه دي. طالبانو د روژې میاشتې د پای ته رسیدو او د اختر د مراسمو په رارسیدو سره اختریز پیغام خپور کړی چې پکې اسرائیلو ته د امریکا د سفارت د انتقال پر بهیر هم سخت انتقاد شوی دی. د طالبانو په حواله دغه راز اقدام له «اسلام سره د امریکایانو سخته کرکه او نفرت په ډاګه کوي.»

په دې خپره شوې اعلامیه کې د طالبانو مشر هیبت الله اخندزاده له قوله راغلي دي چې «د افغانانو خونديتوب او آرامي د امریکا او نورو اشغالګرو ځواکونو له وتلو سره تړلې ده.» د طالبانو مشر یو ځل له امریکا متحدو ایالاتو سره پر خبرو ټینګار کړی دی.

د طالبانو د رهبر هیبت الله اخندزاده له قوله په دې اعلامیه کې راغلي: «که چیري امریکايي چارواکي په ریښتیا هم د افغانستان د ګډوډۍ د سوله ایز حل غوښتونکي وي، نو په دې صورت کې دوی باید په خپله او په مستقیمه توګه د خبرو میز ته ځانونه حاضر کړي.»

په اعلامیه کې د اخندزاده په حواله راغلي: «موږ خپل ملت ته له سولې او نیکمرغۍ سره یو ځای د روښانه راتلونکي تضمین او ډاډ ورکوو. انشالله.»

په ۲۰۰۱م کال کې هغه وخت چې د طالبانو رژیم نسکور کړل شول، دغې وسله ولې ډلې د امریکا په مشرتوب د ناټو ځواکونو او همدا راز د امریکا له ملاتړه برخمن د افغانستان د حکومت او افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندې وسلواله جګړه پیل کړې. طالبان غواړي چې په افغانستان کې اوسنی حکومت نسکور او پر ځای یې شریعت حاکم کړي.

په اعلامیه کې د اخندزاده په حواله همدا راز راغلي: «امریکايي اشغالګرو زموږ د ملت د ماتولو په موخه له هر راز ظلم او جبر څخه مخ نه دی اړولی. دوی زموږ کلي، ښارونه، جوماتونه، مدرسې او پر نورو غونډو بریدونه کوي، بې ګناه ملکیان وژني، دوی جبري بې ځایه کیدو ته اړ کوي او په زندانونو کې زرګونه افغانان تر منلو شکنجه او ربړوي.»

په افغانستان کې د ناټو ماموریت بیا ویلي چې دوی هیله من دي چې طالبان به اوربند ته متعهد پاتې شي او دا چې دغه اوربند به د سولې او پخلاینې د خبرو د پیلیدو سبب وګرځي.

Afghanistan Taliban Kämpfer in der Ghazni Provinz
انځور: Reuters

په افغانستان کې د ناټو ماموریت ویاند ډګرمن مارټین اوډونیل وویل: «که چیرته په کابل کې د طالبانو سترو خونړیو بریدونو ته وکتل شي نو ۹۰ فیصده یې ملکیان وژلي، په داسې حال کې چې په ۲۰۱۷م کال کې دغه شمیر بیا ۷۰ فیصده وو او په ۲۰۱۶م کال کې ان ۶۰ فصیده. سوله د افغانستان له پاره په خپل مناسب وخت نه ده راغلې.»

دا په داسې حال کې چې طالبانو د خپل واک په موده کې په افغانستان کې پر سینماګانو، تلویزیون او موسیقۍ اوریدلو بندیز وضع کړی وو او دغه کارونه یې د اسلام ضد ګڼل. طالبانو ښځې هم مجبوره کړې وې چې له سره تر پښو پوري چادرې پر سر کړي.

خو څارونکي وايي چې اوسمهال د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې ژوند تر پخوا ډیر ښه او آسانه دی، دوی کولی شي موسیقي واوري او تلویزیون لیدلو ته اجازه ورکړل شوې، نجونې کولی شي تر ۱۱ کلنۍ پورې ښوونځي ته د تګ اجازه لري او میرمنو هم د حجاب او کالیو په برخ کې سهولتونه ترلاسه کړي دي.