1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

چارواکي: طالبانو پر دوو ولایتونو بریښنا قطع کړې

۱۳۹۷ مرداد ۲۰, شنبه

د کندهار د مطبوعاتي دفتر مسئول عزیز احمد عزیز، دویچه ویله ته ویلي چې وسله والو طالبانو تر هغه وروسته چې د بریښنا ریاست یې دوه غوښتنې و نه منلې د دې ریاست اووه کارکوونکي برمته کړل او پر هلمند او کندهار یې بریښنا قطع کړې.

https://p.dw.com/p/330go
Marode Stromleitungen in Havanna
انځور: DW/A. Knobloch

عزیز احمد عزیز زیاته کړه چې طالبانو له بریښنا ریاست څخه غوښتي وو چې د دوی سیمو ته لا ډیره برښنا او د کجکې له بند څخه لا ډیرې اووبه ورکړي. دغه دولتي چارواکې وویل چې د طالبانو د دغو غوښتنو له نه منل کیدو سره، دې ډلې د بریښنا ریاست اووه کارکوونکې برمته کړل. دغه کسان د هلمند ولایت په کجکې ولسوالۍ کې د بریښنا د لاینونونو په ترمیم بوخت وو چې د طالبانو له خوا برمته شول.

وسله والو طالبانو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي خو اوس یې پر هلمند او کندهار ولایتونو باندې بریښنا بنده ده. د کندهار د مطبوعاتي دفتر مسئول عزیز احمد عزیز، د دې کار او د بریښنا د شرکت د کارکوونکو د برمته کیدو پړه پر طالبانو باندې واچوله.

عزیز روښانه کړه چې د طالبانو تر دې اقداماتو وروسته د هلمند او کندهار والیانو د دې ډلې پر تر کنترول لاندې سیمو باندې د بریښنا د بشپړې بندولو پریکړه کړې.

هغه وویل: «وسله والو طالبانو هغه مهال د برېښنا ریاست اووه کسان برمته کړل او پر هلمند او کندهاريې برېښنا بنده کړه چی د دوی دوه غوښتني، چی تر خپل واک لاندي سیمو کې له کجکې بند څخه د اوبو او برېښنا د ډېروالي وې، ونه منل شوې. بیا د کندهار او هلمند والیانو پرېکړه وکړه چې د وسله والو طالبانو تر کنترول لاندی سیمو برېښنا دې هم بنده سي. اوس پر هغوی هم برېښنا بنده ده. »

ګرمه هوا او د بریښنا نه شتون

د کندهار عام ښاریان وايي چې له یوې خوا تر څلوېښت درجې زیاته ګرمي او له بلي خوا د برېښنا نه شتون سخت په تکلیف کړي دي.

د دې ښار یوه اوسیدونکې سید احمد، دویچه ویله ته وویل: «موږ له ګرمې هوا په تکلیف یو او دوی بیا برق هم راباندي بند کړ. دا اوس داسي سخته ګرمي ده چې څه درته ووایم. موږ برق غواړو اوبه نه شته خورا په مشکلاتو اخته یو.»

د کندهار د برېښنا ریاست مسئو ل امان الله ایوب فاروقي، هم د خلکو ستونزې مني او وايي چې له وسله والو طالبانو سره يې خبري رواني دي او هیله لري چې په دې اړه یوې موافقې ته سره ورسیږي.

هغه وویل: «له وسله والو سره په تماس کې یو چی دا ستونزه حل کړو او له خلکو هم غواړو چې له موږ سره دا غږ بدرګه کړي چې برېښنا د ټولو د ګټې له پاره ده او په دې کې دې نه دولت او نه وسله والو طالبان مداخله کوي.» 

محمد ابراهیم سبیڅلی/ کندهار