1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو د کرزي خبرې رد کړې

۱۳۹۰ بهمن ۲۷, پنجشنبه

افغان ولسمشر حامد کرزي له والستريت ژورنال سره په يوه مرکه کي ويلي دي چي اوس افغان حکومت هم د امريکايانو او طالبانو په خبرو اترو کي ونډه لري. خو طالبانو په خپله ویبپاڼه کې د کرزي دغه ادعا په کلکه رد کړې ده.

https://p.dw.com/p/143vu
انځور: AP

د کرزي دغه خبري کيداي شي په دې معني وي چي امريکايان په دې نزدې راتلونکي کي له طالبانو سره د سولي يوې موافقي ته ورسيږي. تر دې مخکي افغان حکومت له دغو خبرو اترو څخه ځان دباندي باله او طالبانو هم په خبرو کي د افغان دولت گډون نه مانه.

والستريت د کرزي په حواله ليکلي دي چي طالبان غواړي د افغانستان لس کلني جګړې ته د سولي له لاري د پای تکی کښېږدي. کرزي زياته کړې ده چي اوس په دغه درې اړخيزه خبرو اترو کي افغان حکومت، امریکا او طالبان شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په خپله ویبپاڼه کې ویلي دي چې له افغان حکومت سره ئې خبرې نه دي کړي.

ورځپاڼي د کرزي په حواله ليکلي دي: «د افغانستان خلک سوله غواړي چي په هغو کي طالبان هم شامل دي. هغوی هم زموږ په شان خلک دي. هغوی هم کورنۍ، خپلوان او اولادونه لري. هغوی هم له يو سخت وخت څخه تيريږي.»

والستريت ژورنال دغه مرکه له ولسمشر کرزي سره د چهار شبني په ورځ په کابل کي تر سره کړي ده او د د پنج شنبي په ورځ ئي خپره کړي ده.

کرزي د چهارشنبې په ورځ له والستريت ژورنال سره په مرکه کي زياته کړې ده: «د طالبانو او امريکايانو تر منځ هم ځني تماسونه ټينگ شوي دي. د افغان حکومت او طالبانو تر منځ هم ځني ارتباطات تأمين شوي دي او همداراز درو سرو اړخونو هم يوځای له يو بل سره خبري اتري کړي دي.»

د ورځپاڼي په حواله ولسمشر کرزي د دغو خبرو اترو د ځای ښوولو او نورو جزئياتو له ورکولو څخه ډډه کړې ده.

د کرزي دغه خبري په داسي حال کي خپريږي چي نن د پنجشنبې په پاکستان کي د ايران افغانستان او پاکستان تر منځ په درې اړخيزه غونډه کي د گډون له پاره اسلام آباد ته روان دئ.

چارواکي وايي چي امريکا غواړي له طالبانو سره د سولي په خبرو اترو کي د ناټو د راتلونکي غونډي تر مخه پر مختگ وکړي چي په دغه غونډه کي ددې بهير په اړه د ناټو نورو غړو ته معلومات ورکړي.

امريکا غواړي د ناټو په راتلونکې غونډه کي چي د می د مياشتي پر شلمه نېټه پيليږي د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولي د خبرو اترو رسمي پيل اعلان کړي. د ناټو راتلونکې غونډه په شيکاگو کي تر سره کيږي.

امريکا او د ناټو نور غړي غواړي د ۲۰۱۴ کال تر پايه پوري له افغانستان څخه خپل تول جنگي سرتيري وباسي. دوی غواړي تر دغي نيټې مخکي افغان پوځيان و روزي او په افغانستان کي رواني جگړې ته د پای ټکي کښېږدي.

مسعود جهش (رويترز، فرانس پرس)
کتونکي: نجيب الله زيارمل