1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خليلزاد: ناامنيو ته په کتو د سولې خبرې چټکې نه وې

۱۳۹۸ تیر ۲, یکشنبه

 طالبانو منلي چې د دوی او امريکا متحده ايالتونو د استازو تر منځ به د خبرو اترو نوی پړاو د قطر هيواد په پلازمېنې دوحه کې پيل شي. په پام کې ده چې دغه خبرې اترې د جون مياشتې له ۲۹مې پيل شي.

https://p.dw.com/p/3Kvp2

Der US-Sondergesandte für den Frieden in Afghanistan, Zalmay Khalilzad, spricht während einer Diskussionsrunde mit afghanischen Medien an der US-amerikanischen Botschaft in Kabul, Afghanistan
انځور: Reuters

له کابل څخه د آلمان د خبري آژانس د رپوټ په حواله، د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په يوه ټويټري پيغام کې ليکلي چې د افغانستان جګړې پای ته رسولو له پاره د يوې سوليزې حل لارې د موندلو په موخه د راروانو خبرو اترو نيټه معلومه شوې ده.

د افغانستان د سولې په مذاکراتو کې د امريکا متحده ايالتونو ځانګړي استازي زلمي خليل زاد هم د شنبې په ورځ د مذاکراتو د نوي پړاو د نيټې او ځای اعلان کړی وو. هغه افغانستان او قطر څخه خپلو وروستيو ليدنو ته په کتو ډاډ څرګند کړی او ويلي دي چې «زه ډاډه يم چې ټول اړخونه د چټکو پرمختګونو غوښتونکي دي.»

په دوحه کې د طالب استازو او د زلمي خليزاد په مشرۍ د امريکايي پلاوي تر منځ راروان مذاکرات به د دغو مذاکراتو اتم دور وي.

خليلزاد په خپل ټويټري پيغام کې ليکلي دي چې طالبانو سره د اووم پړاو خبرو اترو په ادامې د يو «چټک پرمختک» اړتيا ليدل کيږي. د قطر په دوحه کې د طالبانو او زلمي خليزاد تر منځ اووم پړاو خبرې اترې د تيرې مياشتې په سر کې پای ته رسيدلې وې.

Katar | Taliban | Friedensgespräche
په قطر کې د تيرو مذاکراتو يو انځور - آرشيفانځور: picture-alliance/dpa/AP Photo/Qatar Ministry of Foreign Affairs

خليل زاد زياته کړې، په داسې حال کې چې درنې جګړې روانې او بي ګناه انسانان وژل کيږي، د خبرو اترو سرعت په کافي اندازه چټک نه وو.  

د طالبانو له خوا د دغو خبرو اترو پايلې مثبتې ارزول شوې دي. طالب وياند مجاهد مخکې ويلي وو چې په ځينو مسئلو کې «پرمختک» شوی او پر ځينو نورو موضوعاتو بحثونه ادامه لري چې «تر اوسه نهايي شوي نه دي.»

په افغانستان کې د سولې او پخلاينې په موخه د امريکا متحده ايالتونو د ځانګړي استازي زلمي خليل زاد او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو اترو لړۍ د تيرکال جولای مياشتې راهيسې پيل شوې ده.

که څه هم تر اوسه دواړو لورو شپږ ځله سره ليدلي او له دې نه علاوه طالبانو دوه ځله په مسکو کې هم له يو شمير مطرح افغان سياستوالو سره ليدلي، خو دغه ډله لا تر اوسه هم دې ته نه ده حاضره شوې چې د محمد اشرف غني په مشرۍ افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کښيني. طالبان د کابل اداره د امريکا لاسپوڅې بولي.

dpa jdx fem/ mks/ ms