1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو ولې د سولې د کاروان څلور غړي له ځان سره بیولي دي؟

۱۳۹۸ خرداد ۱۳, دوشنبه

د سولې د کاروان یوه غړي له دویچه ویله سره په مرکه کې ویلي دي چې طالبانو د دې خوځښت څلور غړي له ځان سره د خبرو له پاره بیولي دي. په هغه سیمه کې چې دغه کسان ورته بیول شوي دي، تلیفون کار نه کوي.

https://p.dw.com/p/3JfLs
Afghanistan | Sabiullah Mudschahid, Sprecher der Taliban
انځور: picture-alliance/dpa/epa/Stringer

د سولې د کاروان په لسهاو غړو د تیرې پنجشنبې په ورځ د هلمند ولایت له مرکز لښکرګاه څخه د طالبانو تر کنترول لاندې ولسوالۍ موسی کلا ته له سلو کیلومترو اوږد سفر پیل کړ. دغه کسان غواړي له طالبانو څخه د سولې او اوربند غوښتنه وکړي.

د سولې د کاروان په دغو غړو کې نهه کلن حکمت الله، هم شامل دی چې د جګړې په جریان کې یې پر کور باندې د هاوان یوې مرمۍ د لګیدو له کبله خپله مور له لاسه ورکړه.

د سولې کاروان یوه غړي عبدالمالک همدرد، د دوشنبې په ورځ له دویچه ویله سره په یوه مرکه کې وویل چې طالبانو د یکشنبې په ورځ د دې ډلې څلور غړي له ځان سره تر خپل کنترول لاندې سیمو ته بوتلل چې ورسره لا ډیرې خبرې وکړي. هغه زیاته کړه: «تیره ورځ د طالبانو دوه غړي راغلل او ویې ویل چې مشران مو دې رامخکې شي چې موږ ورسره خبرې وکړو.»

همدرد زیاته کړه: «تر روژه ماتې پورې زموږ مشرانو له دغو طالبانو سره خبرې وکړې او بیا طالبانو د هغوی له ډلې څخه څلور تنه د نورو خبرو له پاره له ځان سره بوتلل.»

د بیول شویو کسانو په ډله کې د سولې د کاروان مسوول او ویاند هم شامل دي چې لا تر اوسه پورې یې د کاروان نورو غړو ته احوال نه دی رسیدلی: «په هغه سيمه کې چې دغه کسان ورته بیول شوي دي تیلفون کار نه کوي [...] لا تر اوسه پورې د طالبانو له خوا بیا موږ ته څه نه دي ویل شوي.»

تېر کال هم د سولې کاروان غړي له هلمند څخه کابل او بیا مزار ته ولاړل او په افغانستان کې یې د سولې غوښتنه وکړه. طالبانو تر دې مخکې له دغو کسانو سره له خبرو کولو ډډه کړې وه ځکه په خبره یې هغوی د کابل د حکومت له خوا تمویلیږي. د سولې کاروان غړي بیا دغه ادعا په کلکه ردوي.

طالبان او د امریکا متحده ایالاتو استازي له میاشتو راهیسې د قطر په پلازمینه دوحه کې سره په مذاکراتو بوخت دي. پر دې سربیره تیره اوونۍ د طالبانو یوه پلاوي چې مشري یې د دې ډلې سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر، کوله په مسکو کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون له یو شمیر سیاستوالو سره ولیدل. خو پر دې سربیره هم طالبان د ولسمشر محمد اشرف غني له حکومت سره له مستقیمو خبرو اترو ډډه کوي.

(ms/bs (dpa, dw