1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو په سرپل او کندز کې ولسوالۍ نيولي دي

محمد کریم صالح
۱۴۰۰ خرداد ۲۴, دوشنبه

وسله والو طالبانو د کندز ولايت د خان آباد او د سرپل ولایت د صیاد ولسوالۍ د نیولو ادعا کوي، خو د کندز ولايت مقام وايي چې د خان آباد ولسوالي او امنيه قومانداني ېې بیرته له طالبانو نيولې ده.

https://p.dw.com/p/3uqzX
Afghanistan Taliban Kämpfer in Kundus
د آرشيف انځورانځور: Reuters

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټيوټر د سرپل د صیاد ولسوالۍ د نیولو خبر ورکړی او دغه راز یې ادعا کړې ده چې د کندز خان آباد ولسوالي هم د دوی لاس ته ورغلې ده. دا په داسې حال کې ده چې دوې ورځې مخکې د کندز د علي آباد ولسوالي هم طالبانو لاس ته لویدلې ده.

د سرپل د ولایتي شورا غړي اسدالله خرم دویچه ویله ته وويل چې په تیرو دوو ورځو کې طالبانو دوه ولسوالۍ  او دوه لويې لارې نيولي دي. د هغه په خبره اوس یوازې د سرپل مرکز د حکومت په لاس کې دی: «متاسفانه موږ په لومړي سر کې نمبر يو او نمبر دوه لويې لارې له لاسه ورکړې، ورپسې د سوزمه قلعه ولسوالۍ او پرون مازدیګر مو د صیاد ولسوالۍ هم له لاسه ورکړه.»

د سرپل نمبر يو لویه لار د دغه ولایت مرکز له جوزجان سره نښلوي او نمبر دوه لوېه لار بیا د سرپل مرکز له درو ولسواليو سوزمه قلعه، سانچارک او ګوسفندي سره نښلوي. خرم وويل چې اوس طالبانو د سرپل د ګوسفندي او سانچارک ولسواليو د نيولو تابیا لري: «همدا اوس چې زه تاسو سره خبرې کوم د سوزمه قلعه ولسوالۍ د جګړې لومړنۍ کرښه هم ماته شوې ده.»

Afghanistan Croronavirus Taliban
د سرپل او کندز ولایت په جګړو کې دواړو لورو ته د اوښتو تلفاتو ويل شوي ديانځور: Getty Images/AFP

خرم مني چې په دغو جګړو کې امنيتي ځواکونو ته تلفات اوښتي خو زیاتوي چې د طالبانو تلفات هم لوړ دي. هغه ادعا وکړه چې سرپل ته د نورو ولایتونو څخه طالب جنګيالي راغلي دي: «د ټولو ولایتونو څخه طالبان راغلي، حتی له هلمند، کندهار او روزګان څخه. په خپله د سرپل طالبان دومره توان نه لري.»

په سرپل کې آزاد خبريال محمد يونس نعيمي هم د دوشنبې په ورځ (د جون ۱۴مه) له دویچه ويله سره په خبرو کې د صیاد ولسوالۍ سقوط تائيد کړ او زياته يې کړه چې د دغه ولایت سوزمه قلعه ولسوالي هم د طالبانو لاس ته لوېدلې او په دغه ولایت کې وضعيت ښه نه دی. هغه وويل: «د ښار مرکز هم محاصره دی او د ګوسفندي ولسوالي هم د سقوط له خطر سره مخ ده.» نعيمي دغه راز وويل چې د تيرې شپې په جګړه کې امنيتي ځواکونو ته اوښتي تلفات هم ډیر وو: «شاوخوا پنځوس امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې او اسیر شوي دي.»

د سرپل ولایت مقام او امنیه قومانداني ټيلفوني اړيکه ته ځواب نه ورکوي. دویچه ويله هڅه وکړه چې د والي ویاند ذبیح الله اماني سره خبرې وکړي خو هغه ټيلفون ته ځواب ورنه کړ. نعیمي هم وويل چې«د سرپل چارواکو خپل ټيلفونونه بند کړي او رسنيو ته ځواب نه ورکوي.»

خو د کندز چارواکي بیا د خان آباد ولسوالۍ د بیرته نيولو ادعا کړې ده او وايي چې په علي آباد ولسوالي کې يې هم طالبانو ته تلفات اړولي او جګړه ادامه لري. د کندز د والي وياند، عصمت الله مرادي شيبه مخکې دویچه ته وویل: «خان آباد ولسوالي او امنيه قومانداني يې بيرته امنيتي ځواکونو ونیوله او جګړه هم جریان لري.»

Kunduz Afghanistan Taliban Flagge
د کندز ښار چوکانځور: Getty Images/AFP

مرادي د کندز د علي آباد ولسوالۍ په اړه هم معلومات ورکړل: «امنيتي ځواکونو د علي آباد ولسوالۍ پر لور هم جګړه پیل کړې ده. د تیرې شپې په جګړه کې هلته شل طالبان وژل شوي او اته نور ټپیان دي.»

د مرادي تر څرګندونو لږ دمخه د کندز ولايتي شورا دویچه ويله ته منلې وه چې خان آباد ولسوالي د طالبانو لاس ته لوېدلې ده.

خو طالبان په دې اړه چې د خان آباد ولسوالي دې بيرته حکومت نيولې وي، تر اوسه څه نه دي ويلي.

د کندز علي آباد ولسوالي د کندز بغلان د لويې لارې پر سر موقعیت لري، په داسې حال کې چې خان آباد ولسوالي بیا د تخار او بدخشان ولایتونو تر منځ د غځیدلې لوېې لارې پر سر پرته ده. د دغو ولسواليو نیول د کندز او ګاونډیو ولایتونو ترمنځ د ځمکنۍ لارې د بنديدو په معنی ده.

طالبانو د می میاشتې له لومړۍ نېټې راهيسې چې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو وتل پيل شوي خپلو حملو ته زور ورکړی دی. تر دې وړاندې دغې ډلې په بل شمالي ولایت فاریاب کې هم د قیصار ولسوالۍ نيولې ده.

محمد کریم صالح/ن.ز.

محمد کریم صالح د آلمان په بن ښار کې د دویچه ویله خبریال