1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

طالبانو په هلمند کې تر ۳۳ ډیر امنیتي ځواکونه وژلي

۱۳۹۸ فروردین ۵, دوشنبه

ځايي چارواکو ویلي دي چې د طالبانو په یوه برید کې په هلمند کې تر ۳۳ ‌ډیر افغان سرتیري وژل شوي دي. پیښه د جمعې په ورځ په سنګین ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

https://p.dw.com/p/3Fbae
Afghanistan Afghanische Sicherheitskräfte bei einer Übung in der Provinz Helmand
انځور: picture-alliance/Photoshot/A. Aziz Safdari

د هلمند د ولایتي شورا غړي عطاالله افغان، د دوشنبې په ورځ له اسوشیتد پرس خبري آژانس سره په خبرو کې دغه پیښه تایید کړې ده. طالبانو د شنبې په ورځ د برید پړه منلې ده. لا تر اوسه پورې افغان حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ولایتي شورا یوه بل غړي محمد کریم اتل، بیا په پیښه کې د ۲۰ او ۳۰ امنیتي ځواکونو تر منځ وژل کیدو خبره کړې ده.

عبدالمجید اخندزاده، چې د هلمند د ولایتي شورا بل غړی دی بیا د ۴۰ او ۵۲ امنیتي ځواکونو د وژل کیدو خبره کړې ده.

د افغان پوځ ویاندې نواب شاه، ویلي دي چې دولتي جټ الوتکو د هغو ځواکونو مرسته کړې ده چې د طالبانو له برید سره مخامخ ول. هغه زیاته کړې ده چې هلمند ولایت ته اضافي سرتیري هم رسیدلي دي. د افغان پوځ دغه ویاند د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو په وروستیو وختونو کې پر افغان امنیتي ځواکونو باندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

نزدې یوه اوونۍ مخکې طالبانو د هلمند ولایت په بیلابیلو سیمو کې پر امنیتي ځواکونو باندې بریدونه وکړل. د ولایتي شورا غړي میزا محمد علیزاده ویلي دي چې طالبانو نوي بریدونه په دې ولایت کې د افغان ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په ځواب کې ترسره کړي دي.

ms/nz (AP,DPA)