1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو په پاکستان کې د سولې په تړاو غونډه کې ګډون رد کړ

۱۳۹۷ دی ۲۹, شنبه

افغان طالبانو د پاکستاني رسنیو هغه رپوټونه رد کړي دي چې ګواکې دغه ډله چمتو ده چې په اسلام آباد کې له زلمي خلیلزاد، سره خبرې اترې وکړي. دغې ډلې یو ځل بیا هم له افغان حکومت سره له مذاکره کولو انکار کړی.

https://p.dw.com/p/3Bp24
Russland Friedensgespräche Afghanistan | Taliban-Delegation in Moskau
انځور: Reuters/S. Karpukhin

پاکستاني تلویزیونونو او ورځپاڼو تر دې مخکې خبر ورکړی وو چې د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو د ځانکړي استازي زلمي خلیلزاد، او د لومړي وزیر عمران خان په ګډون پاکستاني چارواکو تر منځ تر غونډو وروسته په اسلام آباد کې له طالبانو سره د سولې یوه غونډه پلان شوې وه.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو لوړپوړو چارواکو بیا ویلي دي چې د پاکستان په ګډون ځايي ځواکونو له دې ډلې څخه غوښتي دي چې په اسلام آباد کې له امریکا متحده ایالاتو او افغان حکومت له چارواکو سره وویني. خو طالبانو روښانه کړې ده چې دغه غوښتنه یې رد کړې ده.

د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد، په یوې اعلامیه کې ویلي دي: «موږ غوښتل چې دا خبره واضح کړو چې له خلیلزاد سره به په اسلام آباد کې کومه غونډه و نه کړو.»

طالبانو تر دې مخکې هم یوه بله غونډه د دې په ویلو سره چې له خلیلزاد سره پر اجنډا موافقت و نه شو لغوه کړې وه. لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې امریکا متحده ایالات او طالبان به بیا کله سره مستقیمې خبرې اترې پیل کړي.

US-Politiker Zalmay Khalilzad
خلیلزاد د پنجشنبې په ورځ اسلام آباد کې له پاکستاني چارواکو سره وليدل - آرشيفانځور: Getty Images/AFP/M. Hossaini

د طالبانو یوه لوړپوړي غړي چې د نوم د نه بربنډیدو په شرط یې خبرې کړي دي، د رویترز خبري آژانس ته وویل: «موږ په وار وار سره ویلي دي چې هیڅ کله به له افغان حکومت سره خبرې و نه کړو ځکه پوهیږو چې دغه حکومت زموږ اندیښنې نه شي ځوابولی.»

امریکا متحده ایالات او کابل ټینګار کوي چې په افغانستان کې د سولې هر احتمالي تړون باید د افغانستان په مشرۍ او تر منځ وي. خو طالبان بیا له افغان حکومت سره له مستقیمو خبرو اترو انکار کوي. طالبان د کابل حکومت نامشروع او د نورو د لاس اله بولي.

د طالبانو دغه لوړپوړي غړي ویلي دي چې له امریکا متحده ایالاتو سره خبرې اترې یوازې په هغه صورت کې بیا پیلیدای شي چې دغې ډلې ته ډاډ ورکړل شي چې په مذاکراتو کې به یوازې پر درو موضوعګانو باندې بحث کیږي: له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل، د بندیانو تبادله او د طالبانو پر مشرانو باندې د بندیزونو له منځه وړل.

خلیلزاد د پنجشنبې په ورځ په اسلام آباد کې وو چیرې چې یې له لومړي وزیر عمران خان او د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي، سره ولیدل. د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیانیه کې راغلي دي چې دواړو اړخونو د افغانستان د سولې په بهیر کې د پرمختګ رامنځ ته کولو پر سر خبرې کړې دي. که څه هم په بیانیه کې په دې اړه څه نه دي راغلي خو پاکستاني رسنیو رپوټ ورکړی چې اسلام آباد به د طالبانو او امریکا تر منځ د راتلونکې غونډې کوربه وي.