1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عبدالله خپله نوماندي اعلان کړه؛ بیا له غني سره مخامخیږي

۱۳۹۷ دی ۳۰, یکشنبه

د افغانستان اجرائیه رییس عبدالله عبدالله، د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په ولسمشریزو ټاکنو کې به ځان کاندید کړي. د عبدالله له نوماندي د عبدالرشید دوستم او کریم خلیلي په ګډون یو شمیر بانفوذه سیاستوالو ملاتړ کړی.

https://p.dw.com/p/3BrCe
Afghanistan | Wahlen, Kanditaten  Abdullah Abdullah und Ashraf Ghani
انځور: picture-alliance/dpa/AP Photo/M. Hossaini

عبدالله عبدالله چې د ملي یووالي په حکومت کې اجرائیه وي رییس پاتې شوی دی، د یکشنبې په ورځ د خپلې نوماندي له اعلانولو سره یو ځل بیا ټاکنو ډګر ته داخل شو. پداسي حال کې چې تمه کیږي ولسمشر اشرف غني، هم نن خپله نوماندي اعلان کړي، نو ښايي رارواني ټاکنې هم د حکومت د اوسنیو دوو شریکانو پر سختې سیالۍ بدلې شي.

په افغانستان کې به د جولای پر ۲۰مه نیټه ولسمشریزې ټاکنې وشي. دا په داسې حال کې ده چې امریکا متحده ایالاتو په وروستیو وختونو کې د افغانستان د ۱۷ کلنې جګړې د پای له پاره د یوې سیاسي حل لارې موندلو په موخه خپلې هلې ځلې ډیرې کړ ي دي.

د جمیعت ګوند اعلان کړی دی چې د عبدالله عبدالله له نوماندي ملاتړ کوي، خو د یونس قانوني، عطا محمد نور او اسماعیل خان په ګډون د ګوند یو شمیر لوړپوړي غړي بیا د ملي امنیت شورا د پخواني مشر حنیف اتمر په مشري یوه انتخاباتي ټکټ ملاتړي دي.

یوازې د شنبې په ورځ ګلبدین حکمیتار، احمد ولي مسعود، رحمت الله نبیل او محمد ابراهیم الکوزي د ټاکنو په خپلواک کمیسیون کې ځانونه د نوماندانو په توګه ثبت کړي ول. تمه کیږي چې  نن اوسنی افغان ولسمشر محمد اشرف غني، هم په راتلونکو ټاکنو کې یو ځل بیا ځان د ولسمشرۍ څوکۍ ته نوماند کړي.