1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

عمران خان اسامه بن لادن «شهيد» وباله

۱۳۹۹ تیر ۶, جمعه

د پاکستان صدراعظم عمران خان اسامه بن لادن، شهید وباله او انتقاد کوي چې امریکا په افغانستان کې د خپلې ماتې پړه پر پاکستان وراچوي. اسامه بن لادن په ۲۰۱۱ کال کې د امريکايي ځواکونو په لاس د پاکستان په خاوره کې ووژل شو.

https://p.dw.com/p/3eNLy
Osama Bin Laden Afghanistan
انځور: Getty Images/AFP/

د اسوشتيد پريس خبري آژانس په حواله، عمران خان دغه خبرې د پنجشنبې په ورځ، د پاکستان پارلمان ته د بودیجې په اړه د خپلې وينا پر مهال وکړې. هغه د پاکستان د پخوانيو صدراعظمانو پر بهرني سياست هم نيوکه وکړه، چې امريکا سره يې د تروريزم پر وړاندې مبارزه کې ګډون، د دوی يوه «تيروتنه» وه.

عمران خان همدا راز پارلمان ته په خپله وینا کې وويل چې واشنګټن په ګاونډي هيواد افغانستان کې د خپلو ناکاميو په تړاو د پاکستان پر وړاندې ناسم لفظ کاروي، او په دغه هيواد کې د خپلې ناکامۍ پړه پر پاکستان اچوي. عمران خان وويل تر ټولو مهمه دا چې په ۲۰۱۱م کال کې کله چې امريکايي ځواکونو د اسامه بن لادن پر ضد شپنيز عملیات تر سره کړل، موږ یې خبر کړي نه وو.

امريکايي ځانګړو ځواکونو دغه عملیات د ۲۰۱۱م کال د مې مياشتې په دوهمه، د شپې پرمهال د پاکستان په ايبټ آباد ښار کې چيرته چې د پاکستان د پوځ اډې هم موجودې دي، تر سره کړل چې په ترڅ کې يې د القاعده شبکې مشر، اسامه بن لادن او د هغه يو شمير ملګري ووژل شول.

عمران خان پارلمان ته په خطاب کې وويل: «موږ د تروريزم پر ضد جګړه کې له امريکا سره همکاري وکړه، خو هغوی دلته راغلل او هغه [بن لادن] يې وواژه هغه يې شهيد کړ او ... هغوی موږ ته [د دغو عملیاتو په اړه] معلومات نه وو راکړي، سربيره پر دې چې موږ د تروريزم پر وړاندې ګډه مبارزه کې خپل ۷۰ زره خلک له لاسه ورکړي دي.»

واشنګټن په پر له پسې توګه پر پاکستان تور پورې کوي چې دغه هیواد افغان طالبانو او د حقاني شبکې جنګیالیو ته په خپله خاوره کې امن پټنځايونه په اختيار کې ورکړي دي. حقاني شبکه د افغان طالبانو يوه ډله ده چې په افغانستان کې د څو لويو حملو مسئوله پيژندل شوې ده. دغه ډله د امريکا متحده ايالاتو له خوا د يوې تروريستي ډله په توګه پيژندل شوې ده.

د امريکا متحده ايالاتو لوی درستيز مايک مولن، ادعا کړې ده چې د حقاني شبکه د پاکستان د پوځ استخباراتي شبکې (آی اس آی) له لوري مخته وړل کیږي. پاکستان تل دغه تورونه رد کړي او وايي چې امريکا په افغانستان کې د طالبانو پر ضد د خپلې جګړې ناکامۍ پړه پر اسلام آباد ور اچوي.

Pakistan | Solidaritätskundgebung Kaschmir | Imran Khan
انځور: picture alliance/dpa//B.K. Bangash

عمران خان همدا راز ویلي د تروريزم پر ضد جګړه کې له امريکا څخه ملاتړ کوو، اما په بدل کې يې له تحقير سره مخامخ شوي یو. هغوی په افغانستان کې د خپلې هرې ناکامۍ په اړه موږ ملامتوي. د خان په خبره امریکا يوازې په دې دليل موږ ملامت ګڼي چې په افغانستان کې بريالي نه شول.

د پاکستان د حکومت د اپوزیسون انتقاد

پاکستان، سعودي عربستان او متحده عربي امارات يوازينې هیوادونو وو چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پيژندلی وو. کله چې اسامه بن لادن د سپتمبر ۱۱مې بریدونو پلانونونه جوړول، هغه مهال د طالبانو حکومت هغه ته پناه ورکړې وه. وروسته له هغې چې امریکايي ځواکونو د طالبانو پر ضد عملیات پیل کړل، پاکستان د تروريزم پر وړاندې جګړه کې د امريکا په متحد باندې بدل شو.

د پاکستان په پارلمان کې د اپوزيسیون غړی، خواجه محمد آصف د عمران خان له خوا، اسامه بن لادن ته د شهید خطاب کولو باندې نيوکه وکړه او وې ويل چې پاکستان ته تروريزم، د القاعده شبکې همدغه رهبر راوړی وو.

آصف وویل: «هغه [بن لادن] زموږ هيواد ويجاړ کړ، اما هغه [خان] ورته شهيد وايي.»

عمران خان ادعا کړې ده چې واک ته تر رسيدلو وروسته یې امريکا سره د پاکستان مناسبات داسې تنظيم کړي دي چې پر دوه اړخيزه درناوي باندې ولاړ دي. هغه وویل چې ترمپ سره يې دوستانه اړيکې د دغو مناسباتو په ساتلو کې رول لري او زياته يې کړه چې اوس څوک موږ نه توهين کوي.

آژانسونه/م.ک.ص/ن.ز