1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غني د ملي شورا ۱۷مه تقنیني دوره پرانيستله

۱۳۹۸ اردیبهشت ۶, جمعه

د افغانستان پارلمان ۱۷مه تقنیني دوره د کابل له استازو پرته پرانيستل شوه. ولسمشر غني وايي دا دوره تر ډېره ځوانان او متخصص کسان راغلي چې باید ملي یوالي او د لویو پروژو په برخه کې له اجرائیه او قضایه قوې سره مرسته وکړي.

https://p.dw.com/p/3HUgf
Afghanistan  Inauguration
انځور: Reuters/O. Sobhani

دا ځل تر ډېره د ولسي جرګې غړي ځوانان دي چې ولسمشر غني هم د آبادۍ په برخه کې د هغوی انرژي د ستایني وړ وبلله.

د افغانستان د ولسي جرګې نويو غړو تر شپږ میاشتني ځنډ وروسته د جمعې په ورځ د لوړي مراسم تر سره او کار یې پیل کړ.

په دې مراسمو کې د کابل د حوزې نويو استازو ګډون نه درلود ځکه د ټاکنو کمېسیون یې تر اوسه پایلې نه دي اعلان کړې.

ولسمشر محمد اشرف غني د ولسي جرګې غړو د لوړې په مراسمو کې خواشیني څرګنده کړه چې تر اوسه د کابل پایلې نه دي وروستۍ شوې او غوښتنه یې وکړه چې باید دا پایلې په لنډ وخت کې اعلان شي.

هغه وویل: «د کابل د وکیلانو ځای بدبختانه تش دی. دا تشه د منلو وړ نه ده او باید د کابل د پایلو له پاره یو ټاکلی ضرب الاجل اعلان او عملي شي

ښاغلي غني د کابل د پایلو ځنډ د ټاکنو کمېسیون د مخکنیو کمېشنرانو بې کفایتي په ګوته کړه او ویې ویل چې دا پایلې باید ژر تر ژره اعلان شي.

د افغانستان ولسي جرګه ۲۴۹ غړي لري چې د کابل او غزني استازي تر اوسه نه دي ور پېژندل شوي. د غزني ټاکنې به له ولسمشریزو ټاکنو سره یو ځای تر سره کیږي خو د کابل د ټاکنو پایلې به تر څېړنې وروسته اعلان شي.

ولسمشر له نویو استازو څخه غوښتنه وکړه چې د ملي یوالي په ټینګښت او د غوره حکومتولۍ په برخه کې هر اړخیزې مرستې ونه سپموي.

سوله

ښاغلی غني وايي با عزته سولې ته ژمن دی خو زیاتوي چې یو شمېر کړۍ بیا هم هڅه کوي چې اساسي قانون او د افغانستان د حکومت ډول ته بدلون ورکړي، چې په باور یې دا د کودتاه یو نرم ډول دی.

هغه وویل: «زه له دې ټریبیون او د خلکو له ټریبیون څخه ورته وایم چې د کودتاه وخت پای ته رسېدلی دی

غني له امنیتي او دفاعي سکټور سره د پارلمان پر زیاتې همکارۍ، د اوبو پر مهارولو، د جګړې پر ختمولو، د تاریخي ودانیو پر بیا رغوني، د قوانینو پر غښتلي کولو او یو شمېر نورو مسایلو خپلې خبرې ورڅرخولې.

لویه جرګه

حکومت ځکه له کابل پرته د پارلمان نوې دوره پرانيستله چې ټاکل شوې د راتلونکې دوشنبې په ورځ د سولې لویه مشورتي جرګه دايره شي. له قانوني پلوه د ولسي جرګې غړي د لویې جرګې له اساسي استازو څخه شمېرل کیږي.

د ولسي جرګې مخکنیو غړو دوې دورې ځکه پرله پسې د خلکو استازولي وکړه چې یوه دوره ټاکنې یې وځنډېدې او اوس یې نویو استازو کار پیل کړ.

مخکنۍ دورې په تېرو څلور نیمو کلونو کې شاوخوا څلور سوه قوانین او مقررات تصویب کړي دي چې ولسمشر ترې ستاینه وکړه.

په همدې حال کې د مشرانو جرګې د داخلي ټاکنو پر مهال فضل هادي مسلمیار بیا هم د دې جرګې د مشر په توګه وټاکل شو او په نږدې وخت کې به د ولسي جرګې داخلي ټاکنې هم تر سره او د اداري پلاوي په شمول به د اتلس کمېسیونونو مشران هم پکې وټاکل شي.

خليل ارحمن اميد