1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غني وايي له کابله د وتلو پريکړه يې سمه وه

۱۴۰۱ مرداد ۲۴, دوشنبه

پخواني ولسمشر غني يو وار بيا له کابل څخه په ډېر تلوار وتلو د پريکړي دفاع وکړه او ویې ويل چې هغه غوښتل ياغيانو ته د تسلميدو له ذلت څخه ډډه وشي.

https://p.dw.com/p/4FWtC
Biden verspricht Afghanistan weitere Unterstützung
انځور: Alex Brandon/AP/dpa/picture alliance

د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د يکشنبې په ماښام له سي ان ان شبکې سره په مرکه کې يو ځل بيا له کابل څخه د وتلو پريکړي دفاع وکړه. هغه يادې شبکې ته وويل چې د ۲۰۲۱م کال د اګست پر پنځلسمه سهار وختي چې طالبان د کابل دروازو ته رسېدلي ول، هغه وروستی کس وو چې له ارګ څخه د خپلو ساتوونکو تر تري تم کیدو وروسته ووت.

نوموړي وويل چې د دفاع وزير ورته تر دې د مخه ويلي ول چې له کابل څخه دفاع نه شي کيدلای. غني تل تر دې دمخه د کابل د سقوط په ورځ د خپلو کړنو د توجيه کولو هڅه کوله خو د يکشنبې په ورځ یې ډېر جزيات په ډاګه کړل.

هغه تور ولګاوه چې په ارګ کې د هغه يوه آشپز ته وړاندیز شوی وو چې د ۱۰۰ زرو ډالرو په بدل کې هغه ته زهر ورکړي. نوموړي وويل چې احساس یې کاوه چې چاپيريال یې نور خوندي نه دی.

د پخواني ولسمشر غني مرکې ته غبرګونونه

غني وويل: «د کابل څخه د وتلو وجه دا وه چې ما نه غوښتل طالبانو او د هغوی پلويانو ته د يوه بل افغان ولسمشر د توهينولو خوښي ور په برخه کړم او حکومت ته یې مشروعيت ورکړم.» هغه زياته کړه: «ما هيڅکله ويره نه درلودله.»

انتقاد کوونکي وايي چې د اګست پر پنځلسمه له کابل په ناڅاپي او په پټه وتلو په داسې حال کې د کابل ښار بې واکمنه پريښود چې د امريکا او ناټو ځواکونو تر شل کلن ماموريت وروسته د خپلې تخلیې وروستي پړاونه بشپړول.

Pakistan Afghanistan Waffenstillstandsverhandlungen
انځور: Ebrahim Noroozi/AP Photo/picture alliance

پخواني ولسمشر اشرف غني همدا راز هغه تورونه هم رد کړل چې ګني ده او نورو چارواکو د تېښتې پر وخت په څرخي الوتکو کې په لسونو میليونه ډالر له ځانه سره وړي دي.

سيګار يا د افغانستان د بيارغونې د څار ځانګړې ادارې تېره اونۍ په يوه رپوټ کې ويلي ول چې ناشونې ده چې غني او مشاورينو یې دومره ډېرې نغدې پېسې په هيلي کوپترو کې انتقال کړي وي. په دغه رپوټ کې ويل شوي ول چې شواهدو او واقعيتونو ته په کتو سره ويلای شو چې دغه مقدار ښايي تر۵۰۰ زرو ډالرو لږ ډېر وي.

سیګار: احتمال نه لري چې غني دې له کابله په ميلیونو نغدې پيسې وړي وي

د سيګار له خوا زيات شوې وه چې «دا قوي احتمال پر ځای پاتیږي چې دغه ډېر زيات مقدار امريکايي ډالر د طالبانو له خوا د واک د ترلاسه کولو د ګدوډۍ پر ترڅ کې ورک شوي وي. په دې کې د ولسمشر ماڼۍ او همدا راز د ملي امنيت په ميليونو ډالر شامل دي.« خو په رپوټ کې دا نه ده روښانه شوې چې دا څومره پېسې وې او چا غلا کړي دي.

د ۲۰۲۱م کال د اګست پر ۱۵مه نېټه وسله والو طالبانو پلازمېنه کابل پرته له کوم مقاومت څخه ونيوه. تر دې دمخه د افغانستان يو ولایت پر بل پسې سقوط شوی وو.

پر افغانستان د بيا واکمنيدو راهيسې په دې تېر يوه کال کې طالبانو پر ښځو او نجونو ځانګړي محدوديتونه وضع کړي دي او هغوی د کار او زده کړو په برخه کې له ډېرو ممانعتونو سره مخامخ دي. د طالبانو حکومت چې د نړيوالو له ملاتړه برخمن نه ده، د سختې بې وزلۍ او لوږې سره د مبارزې هڅه کوي.

ب. ص/  ن. ز (AP)