1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غني په دوحه کې د سولې خبرو په اړه محتاطانه څرګندوني کړي

۱۳۹۷ بهمن ۵, جمعه

په داسې حال کې چې د امریکا او طالبانو استازې په دوحه کې په خبرو اترو بوخت دي، غني، ویلي دي چې د طالبانو اړیکې پیچلې دي او که سړی فکر وکړي چې د روانو خبرو په پایله کې یوه نوې اړیکه رامنځ ته شوې، نو مبالغه به یې کړې وي.

https://p.dw.com/p/3C9y7
Schweiz - Afghanistan Konferenz in Genf: Ashraf Ghani
انځور: Getty Images/AFP/D. Balibiouse

ولسمشر غني د سویس په داووس ښار کې د نړۍ اقتصادي فورم په څنډو کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د سولې خبرې اترې باید د افغانانو تر منځ وي او دا چې ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد، یوازي د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د خبرو پیلیدو ته د زمینې برابرولو دنده لري.

که څه هم په روانه اوونۍ کې د طالبانو او امریکا متحده ایالاتو تر منځ پر ځینو موضوعګانو باندې د توافق خبري کیږي، خو ولسمشر غني ټینګار کړی دی چې دا «بحثونه باید بیرته [له افغانستان] سره شریک شي» چې پرمختګ رامنځ ته شي. د هغه په اند که سړی فکر کوي چې یوه نوې اړیکه رامنځه ته شوې، نو دا «مبالغه» ده.

افغان ولسمشر له ډیر وخت راهیسې ټینګار کوي چې د افغانستان د شخړي د حل له پاره باید طالبان له افغان حکومت سره مستقیمو خبرو اترو ته چمتو شي چې د سولې مذاکرات «د افغانانو تر منځ او د هغوی په مشري» وي. طالبانو بیا تر اوسه پورې له دې کاره ډډه کړې ده.

غني په داووس کې روښانه کړې ده چې د افغانستان د سولې بهیر او پکښې د ښکیلو اړخونو اړیکې مغلقې دي او له همدې کبله باید د سولې حل لاره سیمه ایزه او پراخه بڼه ولري. غني زیاته کړه: «موږ له امریکا متحده ایالاتو او ناټو سره له قانوني لحاظه الزامي تړونونه لرو، دوه اړخیز او څو اړخیز نړیوال تړونونه لرو چې د همکاري، سوداګري او نورو برخو کې دي.»

ولسمشر غني وویل چې د طالبانو اړیکې د پردې تر شا خو مغلقې دي: «طالبان بیا یو لړ اړیکې لري چې د پردې تر شا دي. هغوی له ټولو پیژندل شويو ترهګرو ډولو سره اړیکې لري. هغوی د نړۍ له تر ټولو لوی جرمي مافیا سره اړیکې لري [...] هغوی د پاکستان له حکومت سره یوه فعاله اړیکه لري.»

هغه ټینګار وکړ چې له دې کبله که یو ټول شموله د سولي توافق رامنځ ته نه شي، نو ثبات به و نه لري.

له افغانستانه د امریکایي ځواکونو احتمالي وتل

طالبانو تل ټینګار کړی دی چې د سولې د خبرو اترو له پاره یو اساسي شرط له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل دي. په وروستیو وختونو کې داسې خبرونه خپاره شول چې ګواکې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، غواړي له افغانستانه خپل نیمايي سرتیري چې شاوخوا ۷۰۰۰ کیږي، وباسي. که څه هم پنتاګون روښانه کړې ده چې تر اوسه پورې یې په دې اړه کوم امر نه دی ترلاسه کړی، خو سپیني ماڼۍ بیا د دې خبر له تاییدولو او یا هم ردولو څخه ډډه کړې ده.

ولسمشر غني په داووس کې وویل چې امریکا باید د وتلو د پریکړې پر مهال دغه پوښتنه مطرح کړي چې ایا په افغانستان کې يې ټاکلي اهداف ترلاسه کړي او که نه: «امریکا د یوه مستقل هیواد په توګه حق لري چې له افغانستانه ووځي، خو د وتلو بهیر باید سم وي.»

اوس مهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۴۰۰۰ امریکایي سرتیري میشت دي چې د افغان ځواکونو په روزنه، هغوی ته د مشورو په ورکړي او ملاتړ بوخت دي.