1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانسه د ترهګریزو بریدونو له احتماله په ویره کې ده

۱۳۹۷ مهر ۱۴, شنبه

فرانسه چې د اروپايي ټولنې غړی هیواد دی د اسلامي دولت یا داعش ترهګرې ډلې د هدفونو په لړ کې یو له اصلي هیوادونو څخه پیژندل کیږي. اوس فرانسه غواړي چې د راتلونکې کال تر اپریل پورې د پولو امنیتي تدابیر لا پسې شدید کړي.

https://p.dw.com/p/365NA
Frankreich Polizei Großeinsatz auf den Champs-Elysées in Paris
انځور: Reuters/G. Fuentes

د فرانسې حکومت اروپايي ټولنې ته په یوه لیږل شوي لیک کې لیکلي چې د احتمالي ترهګریزو بریدونو له کبله، فرانسه غواړي چې د خپلو پولو امنیتي تدابیر تر شپږو راتلونکو میاشتو پورې تمدید کړي. په دې ترتیب فرانسه به د راتلونکې ۲۰۱۹م کال تر اپریل میاشتې پورې د خپلو پولو امنیتي تدابیرو ته ادامه ورکوي.

د فرانسې له لوري په دې لیک کې همداراز زیاته شوې چې په همدې روان کال کې دوه ترهګریز بریدونه شوي چې په پایله کې یې پنځه تنه وژل شوي او ۲۰ تنه نور بیا ټپیان شوي دي. د دغو بریدونو مسوولیت اسلامي دولت ډلې یا داعش په غاړه اخیستی دی. سربیره پر دې، د روان میلادي کال له پیله په دغه اروپايي هیواد کې د دیني سخت دریځو له لوري پنځه نور پلان شوي بریدونه خنثی شوي دي.

د فرانسې حکومت په دغه لیک کې ټینګار کړی چې دغه هیواد د احتمالي ترهګریزو بریدونو د اصلي هدف په توګه پاتې شوی دی. فرانسه ادعا کوي چې دوی [ترهګر] کولی شي چې د شینګن په سیمه کې د آزد تګ راتګ او سفر له سهولت څخه ناوړه استفاده وکړي، او له یوه اروپايي هیواد څخه بل اروپايي هیواه ته په اسانه سفر وکړي.

د اروپايي ټولنې دغه هیواد په خپل لیک کې د هالنډ په امستردام ښار کې د اورګاډو په تم ځای کې د چړې یوه برید یادونه هم کړې ده. دغه برید د یوه افغان پناه غوښتونکي په لاس شوی وو چې په آلمان کې یې د پاتې کیدو اقامه ترلاسه کړې وه. په دې برید کې دوه امریکایان ټپیان شوي وو.

له سوریې څخه د جهادي تندلارو بیرته راتګ

د دې ټولو سربیره د فرانسې د ولسمشر امانویل ماکرون کابینه فکر کوي چې هغه شمیر جهادیان چې د اروپايي ټولنې د یوه هیواد تابعیت لري، داسې امکان لري چې ګڼ شمیر یې له سوریې څخه بیرته راوګرځي.

Frankreich | Gedenken an die Opfer von Charlie Hebdo | Präsident Macron mit Pariser Bürgermeisterin Anne Hildago
انځور: Getty Images/AFP/C. Ena

فرانسې په دې تړاو د روسیې او ترکیې ترمنځ یوې توافقنامې ته هم اشاره کړې ده چې پر مټ یې د سوریې په شمالي ولایت ادلب کې یوه غیر پوځي سیمه رامنځته کیږي. په دې غیر پوځي سیمه کې ۱۰ زره ترهګر موجود دي چې له دې ډلې څخه احتمالاً نږدې ۴۰۰ یې د فرانسې اتباع دي. فرانسې اروپايي ټولنې ته په خپل استول شوي لیک کې همدا راز لیکلي چې دوی [په سوریه کې فرانسوي جهادیان] کولی شي بیرته اروپا ته راشي او دلته ډله ایز بریدونه ترسره کړي او یا هم په انفرادي توګه په بریدونو لاس پورې کړي.

د شېنګن په سیمه کې د اروپا ۲۶ هیوادونه شامل دي اود غړو هیوادونو ترمنځ تګ راتګ ازاد دی. یو شخص پر پولو باندې له کنترول پرته له یوه هیواد څخه بل هیواد ته سفر کولی شي. د ۲۰۱۵م کال په نومبر میاشت کې د فرانسې په پلازمینه پاریس کې تر یوه ترهګریز برید وروسته چې پکې شاوخوا ۱۳۰ کسان ووژل شول، فرانسې په خپلو پولو باندې امنیتي کنترول یو ځل بیا پیل کړ.

په عین حال کې د شینګن د حوزې غړي هیوادونه باید د ترهګریزو بریدونو او فعالیتونو د احتمال له کبله د عملي کیدونکي د پولو د کنترول په هکله د اروپايي ټولنې کمیسیون ته معلومات ورکړي چې مرکز یې په بروکسل کې دی. دغه هیوادونه د اروپايي کمیسیون له اړوندو ادارو څخه اجازې اخیستلو ته اړتیا نه لري.

آلمان لا هم پریکړې ته انتظار باسي

د فرانسې سربیره اوسمهال د شینګن د حوزې پنځه نور هیوادونه هم د خپلو پولو پر سر امنیتي کنترول عملي کوي. د دې هیوادونو په ډله کې آلمان، اتریش، ډنمارک، سويډن او ناروې شامل دي.

Immigranten im Zug zwischen Frankreich und Italien
انځور: DW

بل لوري ته په اروپايي ټولنه کې د مهاجرت د کړکیچ د پیل پرمهال، د دې ټولنې یو شمیر هیوادونو د خپلو پولو د کنترول چارې پیل کړې وې، او دوی د نورو ستونزو سربیره د ترهګریزو بریدونو احتمالي خطرونه هم د خپل دغه اقدام ترشا یو دلیل یاد کړی وو. د فرانسې له لوري د خپلو پولو امنیتي کنترول د روان کال د اکتوبر میاشتې تر ۳۰ نیټې پورې اعتبار درلود او د اروپايي ټولنې پورته یادو هیوادونو د پولو امنیتي کنترول د نومبر میاشتې تر ۱۱ نیټې پورې عملي کیږي.

په عین وخت کې د آلمان د کورنیو چارو د وزارت یوه ویاند په دې هکله ویلي چې د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر د آلمان د پولو د امنیتي موقتې کنترول په تړاو د نورو اقداماتو په هکله لا هم پریکړه نه ده کړې. په آلمان کې د پولو کنترول یوازې د دې هیواد بایرن ایالت او له ګاونډي اتریش هیواد سره د ګډې پولې په سر عملي کیږي.