1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانسه د مهاجرت قانون سختوي

۱۴۰۲ آذر ۲۹, چهارشنبه

فرانسې د مهاجرت د مقرراتو د سختولو له پاره يو شخړه ايز قانون تصويب کړ. د دغه قانون په تصويبولو سره به مهاجرو ته د اقامې ورکول سخت او د قانوني اسنادو نه درلودونکي مهاجرو اخراج آسانه سي.

https://p.dw.com/p/4aNRZ
Frankreich-UK Migration | Vorfälle beim Überqueren des Ärmelkanals
انځور: Gareth Fuller/empics/picture alliance

 

د فرانسې د کورنيو چارو وزير، گيرالد دارمانين د سې شنبې په ورځ د دغه هيواد په اولسي جرگه کي تر رايې اخيستنې وروسته وويل: «نن ورځ سخت تدابير ضروري دي. سړی نه سي کولای د پاريس په مرکز کي په پزې پورته نيولو سره، د هيواد په نورو برخو کي د فرانسويانو مشکلات حل کړي.»

د نوموړي قانون مسوده د مرکزي ائتلاف او محافظه کارانو په رايو تصويب سوه، پرته له دې چي د ښي اړخه افراطي استازو ملاتړ وکړي.

د فرانسې ولسمشر امانويل ماکرون د خپلي ولسمشرۍ په دوهمه دوره کي د  مهاجرت قانون يوه اصلي موضوع گرځولې وه.

دغه قانون د ماکرون گوند او محافظه کاره اپوزيسيون ترمنځ يو جوړجاړی دی. د اروپا په ټاکنو کې چي پکښي به د مهاجرت موضوع کليدي وي، يوازي شپږ مياشتي مخکي دا کار له مارين لوپين سره هم مرسته وکړي چي يو سياسي فرصت يې احساس کړ او اصلاح سوی قانون يې د يوه «ستر ايدلوژيکي بري» په توگه د خپل ښی اړخه گوند له پاره وستايه. هغې مخکي له دې په دې اعلان سره چي گوند به يې نوموړې لايحې ته رايه ورکړي، حکومت شرمولی وو.

له همدې کبله تر رايه اخيستلو مخکي لا د فرانسې په رسنيو کي داسي آوازې وې، که دغه قانون د ښی اړخو په مرسته تصويب سي نو ځيني وزيران به له خپلو دندو څخه د ليري کيدو گواښ وکړي. خو د نتايجو تر اعلان وروسته دا کار ونه سو.

فرانسه: ګم نامه اتلان

د فرانسې حکومت په پيل کي اعلان کړی وو چي دا په اصطلاح د «خوږې ډوډۍ او لرگي» قانون دی. هغو مهاجرو چي د کاري قوې د کمښت له سکتور سره کار کړی، کولای سي په آسانۍ سره د استوگني اجازه نامه ترلاسه کړي او د قانوني اسنادو نه درلودونکي مهاجر بايد په آسانۍ سره اخراج سي.

د دې له پاره چي د ښی اړخو ملاتړ ترلاسه سي، حکومت موافقه وکړه چي د اقامت د اجازې په صادرولو کي نرمښت راکم کړي او په عين حال کي  ټولنيزو ګټو ته د مهاجرو لاسرسی وځنډوي. په دې ډول به له اروپايي ټولني څخه بهر، بيکاره مهاجر پنځه کاله وروسته د کور د کرايي له پاره د ملاتړ حق ترلاسه کړي.

دغه جوړجاړی همدارنگه د مهاجرتونو د سهميې د معرفي وړاندوينه هم کوي، په فرانسه کي د مهاجرو کوچنيانو تابعيت لا پسې سختوي او دا واضح کوي چي د پوليسو پر وړاندي د جرمونو په کولو سره د دوو تابعيتونو لرونکو کسانو، فرانسوي تابعيت لغوه کيږي. 

GP/NZ/AG

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب