1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانسه: د ولسمشر او «شتمن قشر» پر ضد بغاوت

۱۳۹۷ آذر ۱۳, سه‌شنبه

د «ژيړ کميسو» مظاهره کوونکو استازو له حکومت سره د خبرو اترو غږ کړې وو خو په دې هلکه شکونه موجود ول چې آیا دوی دې مظاهرې ختمې کړای شي. د خلکو او حکومت ترمنځ واټن مخ پر زياتېدو دی.

https://p.dw.com/p/39PdP
Frankreich Gelbwesten-Protest in Paris
انځور: picture-alliance/AP Photo/K. Zihnioglu

د شنبې په ورځ (۲۰۱۸م کال د ډسمبر۲ نيټه) قهرجنو «ژيړ کميسو» مظاهره کوونکو د فرانسې د هوت لوير سيمې په پوې ان ويلې ښارگوټي کې سخته گډوډي کړې وه او يوې حکومتي ودانۍ ته یې اور ورته کړی وو. لاريون کوونکو ودانۍ ته ډبرې او په لاس جوړ کړل شوي بمونه گوزار کړي ول.

د دغه ښار وگړي چې د فرانسې د کاتوليکو د مرکز په سترگه ورته کتل کيږي او خلک یې زيارت ته راځي، دې مظاهرو سخت حيران کړي ول. نن سبا وضعيت بل ډول دی. په ټول هيواد کې د مظاهرو يوه غير منظمه څپه په ډېري چټکۍ سره خپره شوې ده. له بريست تر شتراسبورگ او له ليل تر مارسې پورې مظاهره کوونکو سړکونه، د تيلو پمپونه او نورې حکومتي ودانۍ وتړلې او په داسې حال کې چې ژيړ رنگه هغه کميسونه چې مرستندويان او يا ژغورونکي عمله یې په عمومي توگه په تن کوي، اغوستي ول، د يوه مارش له پاره راټول شول.

د شنبې او يکشنې ورځو اعتراضونو له وجې حکومت هم خپله هغه پريکړه ځنډولې چې ويلي ول د جنورۍ له لومړۍ نیټې څخه به د چاپيريال او نفتو مالیې لوړې کړي. په پاريس کې د حکومتي کړيو له خوا ويل شوي چې لومړی وزیر ادوارد فليپه به په دې هلکه لږ وروسته اعلان وکړي. زياته شوې ده چې نوړی به د روان کړکيچ د اوارولو په موخه نور په نظر کې نيول شوي گامونه هم اعلان کړي.

ښوونځي تړل شوي

د دوشنبې پر سهار احتجاج کوونکو په ټوله فرانسه کې کابو سل ښوونځي د حکومت د زده کړو د تگلارې پر ضد د احتجاج په توگه وتړل. لومړي وزير ادوارد فليپه او د هغه وزيران له ډېر سخت مشکل سره مخامخ دي: دوی باید سخت دريځ غوره کړي خو په عين حال کې خبرو اترو ته هم چمتو دي. له تيرو دوو اوونيو راهيسې په پلازمينه پاريس او نورو ښارونو کې مظاهرې او احتجاجونه تر دې حده رسيدلي چې سيلانيان د کورنۍ جگړې په څير وضعيت خبره کوي.

دا د کورنيو چارو د وزير کريستف کاستنر له پاره چې يوازې له يوې نيمې میاشتې راهېسې په واک کې دی، يوه ستره سياسي ناکامي ده. دی او له سخت فشار سره مخامخ پوليس یې غواړي چې په را روانه شنبه او يکشنبه هرو مرو د مظاهرو مخه ونيسي، ځکه دا به په پرله پسې توگه دريمه اوونې شي چې کډوډي پکښې رامنځته کيږي.

Frankreich Macron nach den Ausschreitungen der Gelbwesten
ولسمشر مکرون او د کورنيو چارو وزير کاستنر له پوليسو او اطفایې کارکوونکو سره وليدلانځور: Reuters/T. Camus

خو د «ژيړ کميسو» غورځنگ استازو د دوشنې په ورځ وويل چې دوی به د سه شنبې ورځې له پاره له لومړي وزیر سره په پام کې نيول شويو خبرو اترو کې برخه وا نه خلي.

د پاريس د سياسي مطالعاتو د موسسې څخه ايمليانو گروسمن په دې آند دی چې حکومت بايد نيغ په نيغه له مظاهره کوونکو سره په تماس کې شي. هغه زياته کړه چې يو اړخ ته همدغه پخوانی توپير موجود دی د پاريس د «کيڼ اړخو» چې چاپيريال ساتنې ته ژمن دي او د هغو محافظه پالو ترمنځ چې په څنډو کې یې اوسي او فکر کوي چې حکومت ورته هيڅ پاملرنه نه کوي. بل اړخ ته ډېر کسان دي چې په دې خفه دي چې مکرون واک ته تر رسيدو سملاسي وروسته هغه ماليه چې يوازې شتمن یې بايد  ورکړي، لغوه کړه.

گروسمن زياته کړه: «اوس چاپيريالي ماليه لوړه شوې ده، هغه يوه ماليه چې هرڅوک یې په ورکړه مکلف دی.» نوموړی زياتوي چې اوسهمال کيڼ اړخه او په ښي اړخ پورې تړاو لرونکي داسې احساس لري چې د پاريس حکومت یې استازيتوب نه کوي.

په اصل کې مکرون ولسمشرۍ څوکۍ ته د رسيدو پر وخت د ښي اړخو له ملاتړه برخمن وو. خو اوس يو نيم کاله وورسته یې محبوبيت زيات شوی نه دی.

د آلمان د لودويگبورگ د فرانسې- آلمان د انستيتويت څخه هيندرک اوترويده، وايي: «دا ټکې بايد له پامه ونه غورځول شي، چې د ټولې نړۍ مشران د خپل ولس له خوا د فرانسې د ولسمشر پر ضد دغو مظاهرو ته ځير دي. خو که چيرې نورو هېوادونو داسې وانگيرله چې د فرانسې ولسمشر نور پر خپل هېواد نفوذ له لاسه ورکړی دی نو دا به په نړيواله کچه حېثيت او اعتبار ته زيان ورسوي.»

پر سړکونو بلوا

وضيعت د دې حقيقت له کبله هم پيچيلې شوې چې سياسي منځگړيتوب تر ډېره حده ناکام شوی دی. صنفي اتحادیې او سياسي گوندونه چې وضعيت یې په خپله گټه کاروو، د سترو بحرانونو ښکار شوي دي. يو نيم کال د مخه د ولسمشرۍ او په پارلماني انتخاباتو کې تر سختې ماتې وروسته سوسيالستان او محافظه پال اوس بيرته د پښې ټينگولو هڅه کوي.

همدا راز د ولسمشر گوند هم په ښه وضيعت کې قرار نه لري. په داسې حال کې خلک پر مظاهرو پرته بله لاره نه ويني څو ظاهراً داسې یو ولسمشر چې ډېر واک لري او غواړي د اصلاحاتو خپله لاره تعقيب کړي، را وگرځوي. 

د خلکو له خوا پر سړکونو دا مظاهرې او په دې ترڅ کې یې غوښتې تر ډيره تنظېم شوي نه دي. دا غورځنگ په لومړي سر کې د تیلو او گازو د بيو د لوړيدو پر ضد پېل شوې وې خو اوس پکښې د ولسمشر ماکرون له دندې څخه د گوښه کيدو او نويو ټاکنو غوښتنې کيږي.