1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانسه کې روسانو له احتجاجونو ملاتړ کړی؟

۱۳۹۷ آذر ۲۴, شنبه

ويل کيږي چې روسي انترنېټي «بوت» پروګرامونو هڅه کړې وه چې د «زيړ واسکټانو» احتجاجي خوځښت ته لمن ووهي. دغه خبر امريکايي او بريتانوي رسنيو ورکړی دی. جعلي خبرونه او د احتجاجونو جعلي عکسونه هم ښايي خپاره کړل شوي وي.

https://p.dw.com/p/3AAzu
Frankreich Gelbwesten-Proteste in Paris
انځور: Getty Images/AFP/Z. Abdelkafi

په رسنيو کې د سند په توګه د «دموکراسۍ د ساتنې د ټلوالې» له خوا خپاره شوي معلومات راوړل کيږي. دغه د متحده آيالاتو د غير دولتي ټولنې «جرمن مارشال فانډ» يا بنسټ کمپاين د تويتر هغه اکاونټونه څاري چې په انترنېټ کې ښايي د روسيې د نفوذ په خپرولو او پراخولو بوخت دي. په دغو اکاونټونو يا حسابونو کې د «زيړ واسکټانو» يعنې ژيلې ژون په نوم د خوځښت احتجاجونه د يوې اوونۍ له پاره تر ټولو په زړه پورې موضوع وه. اصلي صفحه يې «دېش بورد» يعنې د نوټونو او يادښتونو داسې يوه تخته ده چې ورباندې په ژوندۍ بڼه د تقريببا ۶۰۰ ځانګړو تويتري اکاونټونو فعاليتونه کتل کيږي، يعنې دا چې کوم هېش تاګونه، موضوعات او سرچينې د دغو موضوعګانو په هکله راوړل کيږي. دا چې دا کوم دقيق اکاونټونه دي، پټ ساتل کيږي. د «هېميلټن ۶۸» په نوم د دغې پروژې په ويبپاڼه کې راغلي دي چې د تويتر د حسابونو درې ډوله شته: يعنې داسې حسابونه چې په ښکاره توګه روسي پلوه دي يا د روسيې له حکومت سره اړيکې لري، داسې حسابونه چې په روسيه او شاوخوا کې د ترول يعنې د چا په خدمت کې د کمپيوټري کاروونکو په مرکزونو پورې اړه لري، او داسې نور حسابونه چې تر شا يې په ټوله نړۍ کې داسې کسان ولاړ دي چې د روسانو ليکنې او موضوعات خپروي او خپرېدو ته يې زور ورکوي.

د هغوی سرچينه ډېری وخت د روسيې بهرنۍ رسنۍ لکه «آر ټي» او سپوتنيک نيوز وي. د دغو تويتونو اصلي موضوع د متحده آيالاتو سياست هم وي. دغه خبره برېت شافر له دويچه ويله سره په خبرو کې وکړه. د ټولنيزو رسنيو يا سوشل ميډيا دغه کارپوه د نړيوالو رسنيو په کنفرانس کې وويل چې دغه څارل شوي حسابونه د انګليسو ژبو مخاطبينو له پاره تويتري پيغامونه لېږي چې د فرانسې د احتجاجونو له پاره يې له دې کبله نفوذ بيا لږ دی. خو دی زياتوي چې «اصلي خبره دا ده چې ځينې موضوعات بايد زيات مطرح شي، لويديځ په عمومي ډول بدنامه او ليبرال يا آزاده دموکراسي هم په منفي ډول ښکاره کړل شي.»
د درز راوستلو هڅې

د فرانسې د نړيوالو اړيکو د انستيتوت د روسيې د چارو کارپوهه، ماکسيم اودينېټ، دغه خبره تائيدوي او وايي: «د روسيې معلوماتي فعاليتونه بايد داسې وسيله ونه ګڼل شي، څو د زيړواسکټانو په منځ کې د انسجام او تشدد چارو ته لمن وهي، بلکې د روسيې راپور ورکوونه دا هدف لري چې د عامو بحثونو قطبي کېدلو ته زور ورکړي او په فرانسه او خارج کې د دغه خوځښت تصور داسې متاثر او اغېزمن کړي څو د يو ژور درز لرونکي هېواد تصوير وړاندې کړي چې د کورنۍ جګړې په درشل کې قرار لري.»

Emmanuel Macron Rede an die Nation
د انترنېټي کمپاينونو اصلي هدف امانويل ماکرون دیانځور: Reuters/L. Marin

دغسې ورته نظرپه فرانسه کې مېشته د سياسي چارو کارپوهه، تاتيانا ستانووايا هم لري. د هغې په اند روسيه د فرانسې د ولسمشر امانويل ماکرون له کمزورۍ څخه کار اخلي څو د «اروپا د زوال، د دموکراسۍ د کړکېچ او د حاکمو کسانو پر ضد د احساساتو» نظريه خپره کړي. د هغې په خبره روسيه بيا هم دومره ډېر نفوذ پر خلکو نه لري. 

هدف ولسمشر ماکرون دی

بېن نيمو، چې د متحده آيالاتو په فکري مرکز اتلانتيک کاونسيل کې د معلوماتي امنيت کارپوه دی، وايي چې «زيړ واسکټان نه»، بلکې ولسمشر ماکرون په ټولنيزو رسنيو کې د روسيې د فعاليتونو هدف دی. نيمو د نومبر مياشتې په پای کې په ټولنيزو رسنيو کې پر فرانسې د روسي انترنېټي هېکرانو ته ورته شکمنو کاروونکو د فعاليتونو او عملياتو په هکله د «ديجيتل فورنسيک پلټنې لابرواتوار، يعنې د اتلانتيک کاونسيل د يوې پروژې له پاره يو دقيق رپورټ ليکلی دی. نيکو کولای شول چې له خپلو همکارانو سره يوځای د تړل شوو حسابونو جزيات بېرته جوړ کړي. اکثره فعاليتونه په انګليسي ژبه ول، خو د اينستاګرام دولس اکاونټونه په فرانسوي ژبه هم ول.