1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانسې د «اسلامي دولت» پر ضد جگړه اعلان کړه

آژانسونه۱۳۹۴ آبان ۲۴, یکشنبه

په پاريس کې تر وژونکو بریدونو وروسته، پلټونکو د لومړیو نیونو خبر ورکړی دی. د تحقیق کونکو پښه تر بروکسل پورې رسیدلې ده. د فرانسې حکومت غواړي د «اسلامي دولت» ترهگرې ډلې پر ضد خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

https://p.dw.com/p/1H65d
انځور: picture-alliance/dpa/I. Langsdon

ویل کیږي چې د پاريس تر بریدونو وروسته لږ تر لږه یو ترهگر په تیښته بریالی شوی دی. په همدې منځ کې د آلمان حکومت ویلي دي چې په قربانیانو کې ښايي یو تن آلمانی هم شامل وي. د پاريس تر خونړیو بریدونو دوه ورځې وروسته یو تور رنگه «سیات» موټر موندل شوی چې ویل کیږي هغه ترهگر به ترې استفاده کړې وي چې پر یو رستورانټ یې برید ترسره کړی ؤ. په دې هکله پلټنې لا ادامه لري.

پنټاگون د «اسلامي دولت» ترهگرې ډلې پر ضد د «ایف۱۵» جټ بې پیلوټه الوتکې تر بریالیو بریدونو وروسته اعلان وکړ چې ابو نبیل او جهادي جان وژل شوې دي.

فرانسې هم د پاریس تر بریدونو وروسته گواښ وکړ چې د «اسلامي دولت» افراطیان به له ټول ځواک سره تعقیب او له منځه یوړل شي. د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند او لومړي وزیر مانویل والس د «اسلامي دولت» ترهگرو ملیشه و پر وړاندې د جگړې اعلان وکړ.«د جګړې په حال کي»

په فرانسه کي اضطراري حالت اعلان دی
په فرانسه کي اضطراري حالت اعلان دیانځور: Reuters/Y. Hermann

لومړي وزیر والس د«T.F1» تلویزوني شبکې ته ویلي دي: «بلې مونږ د جگړی په حال کې یو». د هغه په وينا فرانسه به د دښمن د نابوده کولو له پاره لاس په کار شي. هغه په خپل تویتر کې لیکلي دي:«په همدې دلیل موږ ټول غیر معمول تدابیر نیسو او د جگړې گټونکي به شو.»

د دغه ترهگریزو بریدونو په ترڅ کې تر اوسه پورې ۱۲۹ انسانان وژل شوې او تر ۳۵۰ ډیر ټپیان دي. په لومړي قدم کې د ترهگرو په اصطلاح د پښې پل د بلژیم پر لور مشخص شوی دی. داسې اټکل کیږي چې ترهگرو غوښتل تر دې هم ډیره مرگ ژوبله رامنځته کړي.

د «وال سټریټ» ورځپاڼې د رپوټ په بنسټ، ترهگرو هڅه کوله چې د فوټبال په سټیډیم کې دننه هم یو برید ترسره کړي. په دغه سټیډیم کې د آلمان د فوټبال ملي لوبډلې او فرانسې ملي لوبډلې تر منځ سیالي روانه وه. د دغه رپوټ پر بنسټ لږ تر لږه یو ترهگر هڅه درلوده چې سټیډیم ته د ننوتلو ټکټ ترلاسه کړي، خو د ساتونکو له خوا یې مخه ونیول شوه.

«د باران لومړی څاڅکی»

په انټرنټ کې داسې یوه اعلامیه موندل شوې چې د «اسلامي دولت» ترهگرې ډلې په کښې د جمعې او شنبې ورځ تر منځ شپې د بریدونو پړه پر غاړي اخیستې ده. تر اوسه پورې د دغې ویډیو رښتینولي نه ده تائيد شوې.


په دغه اعلامیه کې دوی لیکلي دي:«د خلافت د پوځ یوې ډلې، د فساد او گناه پر پلازمېنې برید وکړ.» سربیره پر دې فرانسه له دې جملې سره گواښل شوې ده: «دغه برید یوازې د باران لومړی څاڅکی او یو خبرداری دی.»

د پاریس څارنوال فرانسوا مولینس وویل چې ترهگرو د خپلو بریدونو پر مهال د عراق او سوریې نوم اخیستې دی. د «اسلامي دولت» ترهگره ډله په دواړو هیوادونو کې پراخې سیمې تر خپل کنترول لاندی لري. فرانسه د دغو افراطیانو پر مرکزونو هوایې بریدونه ترسره کوي.

په ظاهره کې دغه نیم ساعته وژنې د څو افراطي ډلو له خوا هم غږي شوي دي. څیړونکو مامورینو ویلي دي: «اټکل کیږي چې دری ترهگرو ډلو به دغه بریدونه هم غږي کړي وي.»