1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
دينفرانسه

فرانسې په ښوونځیو کې پر عبایا اغوستلو بندیز لگولی

۱۴۰۲ شهریور ۶, دوشنبه

د فرانسې د ښوونې وزیر وایي چې په ښوونځیو کې د زده کوونکو له جامو څخه باید د هغوي مذهبي وابستگي څرگند نه شي. په لویدیځو هیوادونو کې یو شمیر مسلمانې ښځې او نجونې حجاب ته ورته د ټول بدن پټونکی لباس «عبایا» اغوندي.

https://p.dw.com/p/4VdXN
 Abaya in Frankreich
انځور: Nicolas Vallauri/MAXPPP/picture alliance

فرانسې په دولتي ښوونځیو کې پر عبایا اغوستلو د بندیز لگولو اعلان کړی دی.  په لویدیځو هیوادونو کې هم یو شمیر مسلمانې ښځې او نجونې د خپل بدن د پټولو له پاره حجاب او «عبایا» اغوندي.

د فرانسې د ښوونې وزیر گابریل اطال، دا اعلان د یکشبې په ماښام ناوخته د یوې تلویزونې شبکې سره د مرکې پر مهال کړی دی. نوموړي ته همدا روان کال د گرمۍ موسم د پيلیدو په لومړیو کې د دغه وزارت مسئولیت سپارل شوی دی.

په مرکه کې نوموړي پر عبایا د بندیز لگول کیدو پریکړې په توجیه کولو سره وویل: «کله چې تاسې ټولگي ته ننوځئ، باید داسې نه اوسي چې یوازې د زده کوونکو د لباس په لیدلو سره تاسې د هغوی دین وپيژندلی شئ.»

د عبایا پر ضد د اقداماتو دلیل؟

په ۲۰۰۴م کال کې په فرانسه کې د یوه قانون پر اساس په ښوونځیو کې «د داسې ټولو نښو او جامو پر اغوستلو بندیز ولگول شو، چې له مخې یې په ظاهره کې د یوه کس د مذهبي وابستگۍ اظهار کیدلی شي.»

د دې قانون اطلاق د عیسویانو پورې تعلق لرونکي لوی صلیب، د یهودانو ځانگړې خولۍ او د مسلمانانو د سر پټولو زړوکې یا څادر باندې هم کیږي.

خو تر تیر نومبر میاشتې پورې عبایا په دې نوملړ کې شامل نه وو. اوسمهال د ښوونې وزارت په دې اړوند یو فهرست خپور کړی دی چې په هغې کې عبایا هم شامل کړای شوی دی.

د نومبر په اعلامیه کې ویل شوي وو چې که لباس په دې شکل سره وي چې په ښکاره ډول ترې مذهبي وابستگي څرگندیږي، بیا نو هغه هم منع دی. په دې کې د سر پټولو ځانگړې ټوټه او اوږد سکرټس یا کمیسونه هم شامل کړای شوي دي.

په فرانسه کې د عبایا په اړه جنجال هغه وخت زیات شو چې په ۲۰۲۰م کال کې یو چیچنیایي سخت دریځه مسلمان د یوه ښوونکي سر پرې کړی و، کوم چې د اسلام د پيغمبر محمد ص کاریکاتورونه یې زده کوونکو ته ښوولي ول.

غبرگونونه

د ښوونکو د اتحادیې مشر برونو بوبکیوچز د حکومت د دې پریکړې هرکلی کړی دی. هغه وویل: «پخوا په دې اړه لارښوونې واضح نه وې او اوس واضح شوي او موږ یې هرکلی کوو.»

د اپوزیسیون ښې اړیکي ریپبلکن گوند مشر ایرک سیوټو هم د دې پریکړې هرکلی کړی دی. هغه ویلي: «موږ څو ځله په خپلو ښوونځیو کې پر عبایا د بندیز لگولو غوښتنه کړې».

خو د کیڼ اړخي گوند «فرانس انبوډ پارټي» غړې کلیمینټاین اوټین دا د «لباس څارنې» په بللو سره دغه پریکړه غندلې ده. هغې د دې خبرې دلیل دا وړاندې کړ چې دا غیر قانوني او د فرانسې د سیکولري واکمنۍ د اساسي اصولو خلاف عمل دی.

اوټین د فرانسې پر حکومت تور ولگاوه چې د دغه هیواد نږدې ۵ میلیونه مسلمان اوسیدونکي له پامه غورځوي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب