فرانسې ګوګل ۵۰ میلیونه یورو جریمه کړ
۱۳۹۷ بهمن ۲, سهشنبهپر ګوګل امریکایي شرکت باندې دغه لوړه جریمه له دې کبله لګول شوې ده چې خپلو کاروونکو ته یې د هغوی د معلوماتو د استفادې په برخه کې شفاف او واضح معلومات نه ورکوي. اوس نو ګوګل باید د خپلې کلنۍ ګټې یوه برخه د جریمې په توګه ورکړي. د ګوګل د ۲۰۱۷ کال ګټه ۱۰۹،۶۵ میلیارده ډالرو ته رسیږي.
د پریکړې په متن کې راغلي دي چې «د کارکوونکو د شخصي معلوماتو د پروسس اهداف، د هغوی د ساتلو موده، د شخصي معلوماتو کټګوري او د اعلانانو د ځانګړي کولو په برخه کې د دغو معلوماتو د استفادې په اړه موضوګانې په څو سندونو، صفحو او تنظیماتو کې ویشل شوي دي». په پریکړه کې دا هم راغلي دي، ګوګل نه دی توانیدلی چې د اعلانونو د ځانګړي کولو په برخه کې د خپلو کاروونکو رضایت په سمه توګه ترلاسه کړي.
د ګوګل شرکت د خپلو کاروونکو شخصي معلومات راټولوي او بیا د همدغو معلوماتو له مخې هر کاروونکي ته داسې اعلانونه استوي چې د هغه له شرایطو سره برابر وي. دا پروسه د اعلانونو ځانګړي کول نومیږي.
د معلوماتو په برخه کې د اروپايي ټولنې نوي قواعد
«د اروپایي ټولنې د معلومات د ساتنې عمومي قواعدو» د ۲۰۱۸م کال په می میاشت کې عملي بڼه غوره کړه. د دغو قواعدو هدف دا دی چې د انترنتي شرکتونو کاروونکو ته دا امکان ورکړي چې د خپلو معلوماتو لا ښه کنترول په لاس کې ولري. په عین وخت کې دا قواعد چارواکو ته هم د دې صلاحیت ورکوي چې د سرغړوني په صورت کې شرکتونه د هغوی د نړیوالې ګټې تر څلور سلني پوري جریمه کړي.
که پر ګوګل باندي د دې قواعدو له مخې تر ټولو لوړه جریمه وضع شوې وای، نو دې شرکت باید د فرانسې حکومت ته ۴،۳ میلیارده یورو ورکړي وای.
ګوګل د پریکړې په اړه غور کوي
د پریکړي په غبرګون کې، ګوګل ویلي دي چې اوس د دغې پریکړې په مطالعه بوخت دی. دې شرکت زیاته کړې ده: «خلک زموږ څخه د شفافیت د لوړو معیارونو او لا ډیر کنترول توقع لري. موږ ژوره ژمنه لرو چې د خلکو دغه توقع ته ورسیږو او د اروپایي ټولني د معلوماتو د ساتنې عمومي قواعدو له مخې د معلوماتو د استفادې په برخه کې د کاروونکو رضایت ترلاسه کړو. موږ دغه پریکړه مطالعه کوو چې خپل راتلونکي اقدامات په ډاګه کړو.»
دوو اروپايي ډلو د ګوګل او د فیسبوک په ګډون د ځينو شرکتونو پر ضد عریضې کړي وې چې پکې ادعا شوې وه، دغه شرکتونه د خپلو کاروونکو د شخصي معلوماتو د استفادې له پاره قانوني دلایل نه لري. همدا عریضه بیا پر ګوګل د دغې لوړي جریمې لامل شوه.
تیره میاشت بیا ایټالیا د فیسبوک کاروونکو ته د هغوی د شخصي معلوماتو د استفادې په برخه کې د ناسمو معلوماتو ورکولو له کبله، دغه شرکت ۱۰ میلیونه یورو جریمه کړ.
ms/nz (Reuters, dpa)