1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امريکا د سفير پر څرګندونو د فلسطينيانو اعتراض

۱۳۹۸ خرداد ۱۹, یکشنبه

فلسطينيانو په اسرائيل کې د امريکا متحده ايالاتو د سفير پر څرګندونو اعتراض کړی دی. سفير ويلي چې اسرائيل تر يو لړ شرايطو لاندې «د دې حق لري چې د غزې تراډې يوه برخه په خپله خاوره کې ورګډه کړي.»

https://p.dw.com/p/3K6HB
Israel Eröffnung der US-Botschaft in Jerusalem | US-Botschafter für Israel David Friedman
انځور: picture-alliance/dpa/I. Yefimovich

فلسطيني شخصيتونو او سازمانونو په اسرائيل کې د امريکا متحده ايالاتو د سفير پر څرګندونو سخت اعتراضونه کړي او هغه يې «خصمانه» بللي دي.

د امريکا سفير ديويد فريدمن ويلي دي چې اسرائيل کولای شي، «لږ تر لږه د غزې تراډې يوه برخه» په خپله خاوره کې ورګډه کړي.

د امريکا سفير د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۹ م کال د جون اتمه) په يوه مرکه کې چې «نیویارک ټايمز» خپره کړې ويلي دي چې «اسرائيل په يو لړ شرايطو کې د دې حق لري چې د اردن سيند د غزې تراډې د اشغال شوې سيمې يوه برخه» په خپله خاوره کې ملحق کړي.

تر اوسه لا روښانه نه ده چې دغه څرګندونې د فريدمن خپل نظر دی او که د «منځني ختيځ بحران د بشپړ» حلولو په تړاو د دونالد ترمپ د پراخې طرحې يوه برخه ده. د ترمپ دغه طرحه د «پېړۍ معاملې» باندې هم مشهوره شوې ده.

که څه هم تر اوسه د امريکا د سولې د طرحې جزئيات نه دي خپاره شوي، فلسطينيانو هغه رد کړې او ويلي دي چې د ترمپ حکومت نور نه شي کولای چې د منځني ختيځ په بحران کې د منځګړيتوب له پاره د بيطرفۍ عامل وي.

فلسطينيان ترمپ له اسرائيل څخه په يواړخيزه ملاتړ تورنوي له همدې کبله دوی نور د امريکا متحده ايالاتو رول ته د يوه بې طرفه منځګړي په توګه د ارزښت قایل نه دي.

اسرائيلي ډلې د «همدا اوس سوله» (Peace Now) کوم چې له فلسطينيانو سره د يهوديانو د يو ځاي اوسيدو د دريځ استازيتوب کوي، هم د امريکا متحده ايالتونو د سفير پر خبرو نيوکه کړې ده.

دغې ډلې په يوه ټويتري پيغام کې په عبري ژبه ليکلي دی: «که د امريکا ولسمشر هوډ ولري چې يو صادق منځگړی و اوسي او په سيمه کې د امريکا اعتماد را ژوندی کړي، باید ژر تر ژره دې فريدمن ته سپارښتنه وکړي چې خپله بستره وتړې او له اسرائيلو دې ووځي.» ديويد فريدمن د اسرائيل دولت ملګری او په عين وخت کې د فلسطين په اشغال شويو سيمو کې د يهوديانو د ښارګوټو جوړولو له ادامې ملاتړ کوي.

د فلسطينانو د حکومت وياند ابراهيم ملحم ويلی دي چې د امريکا د سفير دغه څرګندونې د نړيوالو قوانيو سره په ټکر او يوازې د اسرائيلو د ملاتړ له پاره دي. د فلسطينانو د آزادۍ سازمان اجرائيه مشر صائب عریقات ويلي دي چې د فريدمن خبرې،« دنړيوالو قوانينو له مخې جنګي جنايټ ګڼل کيږي.»

د حماس اسلامې ډلې چې د غزې پر تراډې تسلط لري هم ويلي چې د فريدمن خبري يوازې د اسرائيلو ښي اړخي افراطيانو سره مرسته کوي او هغه يې «استعماري او اشغالي» بللي دي.