1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فیضي: قطر ته د طالب بندیانو د لیږد مخالف یو

۱۳۹۰ دی ۱۶, جمعه

د کرزي ویاند د جمعې په ورځ وویل چې طالبانو له امریکا سره په خبرو کي له هغوی څخه غوښتي دي چي بندیان ئې له ګوانتانامو څخه قطر ته واستوي. هغه زیاته کړې ده چي افغانستان له دې موضوع سره مخالف دئ.

https://p.dw.com/p/13fJE
آرشیف انځور: ښایې د سولې د خبرو په ترڅ کې له ګوانتانامو څخه طالب بندیان قطر ته انتقال شي
آرشیف انځور: ښایې د سولې د خبرو په ترڅ کې له ګوانتانامو څخه طالب بندیان قطر ته انتقال شيانځور: picture-alliance/dpa

په همدې حال کې د افغان ولسمشر ویاند، ایمل فیضي، د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې ولسمشر پر دغه عمل سخته نیوکه کړې ده. د هغه په خبره افغان ولسمشر غواړي چې دغه بندیان په مستقیمه توګه افغان دولت ته وسپارل شي.

طالبانو په روانه اونۍ کې اعلان وکړ چې غواړي په قطر کي د سولي د خبرو اترو لپاره یو سیاسي دفتر پرانیزي. په عین وخت کي طالبانو د کیوبا په ګوانتانامو کي د خپلو بندیانو د آزادیدو غوښتنه هم کړې وه. خو د طالبانو لخوا په دې اړه په خپره شوې خبرپاڼه کې دا نه وو ویل شوي چې دغه بندیان دي چیري انتقال شي.

فیضي په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې د ډسمبر په میاشت کي د بن کنفرانس تر پيل کېدو د مخه امریکایانو د طالبانو دا غوښتنه چي د هغوي بندیان دي قطر ته واستول شي کرزي ته وړاندې کړې وه:

د فیضي په خبره افغان دولت د طالب بندیانو د خوشې کیدو پلوي کوي خو افغانستان نه غواړي چې دا بندیان دي مستقیما قطر ته ولیږدول شي. فیضي ټینګار کاوه چي افغان حکومت په جدي توګه د دې خبرې مخالف دئ.

د کرزي دولت اندیښنه لري چې د طالبانو او امریکایانو تر منځ د سولي په ممکنه خبرو اترو کي څنډي ته شوی دئ. فیضي بیا پر دې ټینګار کاوه چي د سولي د بهیر مشري باید افغان حکومت ته انتقال شي:

«په لومړي سر کې بندیان باید د افغانستان حکومت ته تسلیم شي. موږ له امریکا سره د تیرو پنځو یا شپږو کلونو راهیسې پر دې بحث کوو، خو لا تر اوسه په دې موضوع کي کومي موافقې ته نه یو رسیدلي.»

د چهارشنبې په ورځ واشنګټن وویل چې د سولي په بهیر کې د اعتماد د فضا د رامنځته کولو په موخه له ګوانتانامو څخه يو بل ځای ته د طالب زندانیانو د لیږد په اړه فکر کوي.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب