1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

فیفا د افغانستان د فوټبال فدراسیون پر رئیس بندیز ولګاوه

۱۳۹۷ آذر ۲۲, پنجشنبه

فیفا د افغانستان د فوټبال فدراسیون پر مشر کرام الدین کریم، بندیز لګولی دی. پر هغه باندې د ښځینه لوبغاړو د جنسي زورونې تورونه لګول شوي.

https://p.dw.com/p/3A122
Frauenfussballerin Khalida Popal
انځور: Khalida Popal

تر دې مخکې افغان ولسمشر محمد اشرف غني، هم د ښځو فوټبال په تیم کې د جنسي زورونو د تورونو په اړه د څیړنې امر کړی وو. دې موضوع تر هغه وروسته نړیواله توجه جلب کړه چې د ښځو فوټبال تیم ځينو غړو د افغانستان د فوټبال فدراسیون د رییس په ګډون پر ځينو چارواکو باندې تور ولګاوه چې له لوبغاړو سره ناوړه جنسي چلند کوي.

کریم او پنځه نور چارواکي لا وختي په افغانستان کې له خپلو دندو ګوښه شوي دي.

په دې اړه د فیفا په اعلامیه کې راغلي دي: «د اخلاقو د کمیتې د څیړنو څانګې په موقتي توګه په ملي او نړیواله کچه په فوټبال پورې تړولو ټولو چارو کې د ښاغلي کرام الدین کریم، پر ګډون بندیز لګولی دی.»

زیاته شوې ده چې دغه موقتي بندیز په ۹۰ ورځو کې پای ته رسیږي او که تر هغه وخته پورې څیړنې پای ته نه وې رسیدلې نو کیدای شي چې بیا تمدید شي.

په بیانیه کې زیاته شوې ده: «دغه بندیز د افغانستان د فوټبال په فدراسیون کې د روانو څیړونو له کبله لګول شوی چې په اړه ځايي چارواکو او ځينو رسنیو رپوټونه ورکړي دي.»

تر دې مخکې د ګاردین رسنې خبر ورکړی وو چې د افغانستان د فوټبال ښځینه لوبغاړي په افغانستان او اردن کې په تیري فبروري میاشت کې له جنسي لحاظه زورول شوي دي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون دغه تورونه رد کړي او ټینګار کوي چې له هر ډول څیړنو سره به همکاري وکړي.