1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فیفا پر کرام الدین کریم باندې لګیدلی بندیز تمدید کړ

۱۳۹۷ اسفند ۲۱, سه‌شنبه

د فوټبال نړیوال فدراسیون یا فیفا د سه شنبې په ورځ د افغانستان د فوټبال فدراسیون پر مشر کرام الدین کریم، باندې لګیدلی بندیز۹۰ ورځي نور تمدید کړ. پر هغه باندې د فوتبال ښځینه لوبغاړو د جنسي زورونې تور دی.

https://p.dw.com/p/3EsN1
Afghanistan Karim Keramuddin
انځور: picture-alliance/dpa/S. Sabawoon

فیفا ویلي دي چې د څیړونکي هغه وړاندیز یې منلی دی چې له مخې یې پر کرام الدین کریم باندې لګیدلی موقت بندیز چې ۹۰ ورځې یې دوام کړی دی تمدیږي.

فیفا ویلي دي چې کریم به په دې ترتیب سره په ملي او نړیوال کچه اجازه و نه لري چې فوټبال پورې تړلو فعالیتونو کې برخه واخلي.

تیرکال د افغانستان د فوټبال یو شمیر ښځینه لوبغاړو پر کرام الدین کریم باندې د جنسي او فزیکي زورونې تورونه ولګول. تر دې مخکې فیفا ته په کابل او اوردن کې د ښځینه لوبغاړو د شکمن زوروني په اړه خبر ورکړل شوی وو. د افغانستان ولسمشر اشرف غني، هم په دې اړه د څیړنو امر کړی دی.