1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتقطر

قطر د ۲۰۲۳ کال د اسیا جام کوربتوب حق هم تر لاسه کړ

۱۴۰۱ مهر ۲۵, دوشنبه

په داسې حال کې چې په قطر کې د فوټبال نړیوال جام پيلېدو ته یوازې څو اونۍ پاتې دي، دغه هېواد د دوشنبې په ورځ د اسیا د فوټبال کنفدراسیون له خوا د ۲۰۲۳ کال اسیايي جام د کوربه په توګه وټاکل شو.

https://p.dw.com/p/4IH7C
آسیا جام ۲۰۲۳
آسیا جام ۲۰۲۳ انځور: YONHAPNEWS AGENCY/picture alliance

په داسې حال کې چې په قطر کې د فوټبال نړیوال جام پيلېدو ته یوازې څو اونۍ پاتې دي، دغه هېواد د دوشنبې په ورځ د اسیا د فوټبال کنفدراسیون له خوا د ۲۰۲۳ کال اسیايي جام د کوربه په توګه وټاکل شو.

د فیفا د جنترۍ په حواله به د اسیا کپ د فوتبال لوبې د ۲۰۲۳ کال د جون له ۱۶ څخه بیا د جولای تر ۱۶ مې نيټې پورې ترسره شي. 

قطر د ۲۰۱۱ کال په جنورۍ مياشت کې د اسیا جام د لوبو کوربه وو، او اوسمهال قطر لومړنی هیواد دی چې د ۱۹۸۸ کال وروسته د دریم ځل له پاره د کانتینیټل د اتلولۍ د سیالیو کوربه توب کوي.