1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لاهور: يوه زيارت ته څېرمه چاودنې سخته مرگ ژوبله اړولې

۱۳۹۸ اردیبهشت ۱۸, چهارشنبه

د پاکستاني چارواکو په حواله په لاهور کې يوه ستر صوفي مزار ته څېرمه د امنيتي ځواکونو پر پوستې په بريد کې نهه کسان وژل شوي دي. ويل شوي چې په وژل شويو کې ملکيان هم شامل دي.

https://p.dw.com/p/3I7Cy
Pakistan Anschlag in Lahore
انځور: Reuters/M. Raza

په لاهور کې د پوليسو مرستيال مشر عاشق خان وويل: «د بريد اصلي هدف پوليس ول. موږ د شواهدو په راټولو بوخت يو څو د چاودني ډول معلوم کړو.» هغه زياته کړه: «په چاودنه کې نهه کسان وژل شوي او ۲۴ ټپيان شوي دي.»

د لاهور د بيړنيو مرستو د برخې وياند محمد فاروق وويل چې په چاودنه کې ډېر کسان ټپيان شوي دي چې ۷ يا ۸ یې سخت ټپيان دي.

په لاهور کې داتا دربار زيارت ته څېرمه دغه چاودنه په داسې حال کې شوې چې نن په پاکستان کې د روژې دويمه ورځ ده. داتا دربار چې د جنوبي آسيا تر ټولو ستر زيارت بلل کيږي، د امنيت د ټينگښت له پاره یې هلته تل د پوليسو پوسته موجوده وي.

په پاکستان کې تل د صوفيانو مزارونه د سخت دريځو وسله والو د بريدونو هدف گرځي، خو تر اوسه د دې بريد مسئوليت چا پر غاړه نه دی اخيستی.

Pakistan Anschlag in Lahore
د چارواکو په حواله د بريد هدف پوليسو ووانځور: Reuters/M. Raza

په پاکستان کې په دې وروستيو کې زورزياتی د تیرو کلونو د پوځي عملياتو په نتيجه کې يو څه کم شوی دی او په تيرو دوو کلونو کې د پاکستان په ستر ښار لاهرو کې کومه ډېره ستره پېښه نه وه شوې.

خو چارواکو خبرداری ورکړی دی چې دا ډول بريدونه په روژې میاشت کې د عبادت له پاره د راټوليدونکو د امنيت د ساتنې اړتيا روښانه کوي.

چارواکو ويلي دي چې په لاهور کې په عمومي توگه د امنيت حالت ته پاملرنه کيږي خو پر داتا دربار زيارت د بريد په اړه کوم خبرداری نه وو ورکړل شوی. دې زيارت ته هرکال ډېر زيارت خلک ورځي.

B.S/N.Z (AFP)

زموږ له آرشيف څخه: