لنډ خبرونه له انځور سره
سرپل ـ د داعشي جنګيالي ځانمرګي بريد ۲۰ انسانان ووژل
د افغانستان په شمالي ولايت سرپل کي د يو ځانمرګي بريد په نتيجه کي ۲۰ انسانان وژل سوي دي. د دغه ولايت د پوليسو يو لوړپوړي چارواکي عبدالقيوم باقي زوی ويلي چي د سه شنبې دغه بريد د داعش د يو جنګيالي له لوري هغه وخت تر سره سو کله چي د کلي مشران د طالب چارواکو سره پر غونډه ناست ول. ويل سوي چي په دغه بريد کي د طالبانو يو مهم ځايي قومندان هم وژل سوی دی.
«هسپانيا د مهاجرت په نوي مهم هدف بدلېدونکی هيواد دی»
د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) وايي چي مخ په زياتېدونکې توګه زيات مهاجر هسپانيا ته مخه کوي. د دغه سازمان په وينا له دې کبله هسپانيا د مهاجرت له پاره د مهم او مرکزي هدف ته د بدلېدو په لاره هيواد دی. د مهاجرت نړيوال سازمان په ژنيف کي زياته کړه چي د جولای مياشتي تر نيمايي پوري تقريبا ۱۸۰۰۰ نارينه، ښځي او ماشومان د لوېديځي مديترانې له لاري اروپا ته رسېدلي دي.
د اروپايي اتحاديې او جاپان تر منځ د آزاد تجارت تړون لاسليک سو
اروپايي اتحاديې د جاپان سره تر ټولو لوی د آزاد تجارت تړون لاسليک کړ. د جاپان لومړي وزير شينزو ابې، د اروپايي اتحاديې د شورا رئيس دونلد توسک او د اروپايي کميسيون رئيس ږان کلاودې ينکر په ټوکيو کي د دغه تړون د لاسليک کېدلو خبر ورکړ. د جېفتا په نوم دغه تړون به له۲۰۱۹ کال څخه نافذ العمل سي او له مخي به يې د اروپايي اتحاديې او جاپان تر منځ پر ۹۹ سلنه تجارت ټول ګمرکي محصولات ليري سي.
آلمانۍ رسنۍ: زيات مهاجر د خپلو کورنيو سره د يوځای کېدو غوښتونکي دي
د آلمان په سفارتونو د مهاجرو سره د هغوی د کورنۍ د يوځای کېدو له پاره د غوښتنليکونو د جمع کولو لړۍ ډېرې تېزه سوې ده. د آلمانۍ ورځپاڼې «راينيشه پوست» د راپور له مخي په ترکيه، اُردن او لبنان هيوادونو کي د آلمان په سفارتونو کي تقريبا ۲۸ زره دا ډول غوښتنليکونه په آلمان کي د ژوند کوونکو مهاجرو د کورنۍ د غړو له خوا جمع سوي دي. دغې ورځپاڼي د خپلو معلوماتو منبع د آلمان د بهرنيو چارو وزارت ياد کړی دی.
د هسپانيې پر مخکني پاچا د پيسو د ناقانونه مينځلو تور لګول سوی
پر پخواني پاچا خوان کارلوس لومړي باندي د پيسو د سپينولوتور لګول سوی دی. حکومت ويلي چي لومړی غواړي د استخباراتي ادارو معلوماتو ته انتظار وباسي. تېره اونۍ په هسپانيه کي داسي اوديو يا ږغيز مواد خپاره سوي ول چي پکښي د کارپوهانو د اټکل له مخي د پخواني پاچا د پخوانۍ محبوبې کورينا څو زاين ويتنشتاين خبري ثبت سوي دي. دغې مېرمني په دغو خبرو کي خوان کارلوس لومړی په اختلاس او د پيسو په سپينولو تورن کړی دی.