لنډ خبرونه په متن او انځور کې
خلیلزاد اسلام آباد ته رسیدلی
د افغانستان د سولې له پاره د امريکا متحدو ایالاتو ځانگړی استازی زلمی خليلزاد د سيمې د هيوادونو د سفر په ترڅ کې پاکستان ته رسیدلی دی. د امريکا سفارت ورځ وويل چې خلیلزاد به د لوړو پوړو پاکستاني چارواکو سره وگوري. نوموړي د چهار شنبې په ورځ په کابل کې ويلي ول چې «سولي ته د لاري غوښتنه دا ده چې طالبان د حکومت په گډون له افغانانو سره خبرو ته کښیني. پر دې ټکي باندي د سیمې ټول شریکان همږغه دي.»
د آلمان پارلمان ښځو ته د رای حق ورکولو سلمه کلیزه ولمانځله
د آلمان په پارلمان کې سل کاله تر مخه ښځو ته د رای ورکولو حق د ورکړې يادونه وشوه. د ښځو پخوانيو وزيرانو چې په هغوی کې د آلمان د مسيحي ديموکرات گوند سیاستواله ريتا زوسموت هم شامله وه، په خپلو ويناوو کې په ټولنه کې د ښځو په برخه کې د شاتگونو څخه خبرداری ورکړ. د ۱۹۱۹م کال د جنورۍ پر ۱۹ نیټه ښځو په لومړي ځل د آلمان د ملي شورا په انتخابولو کې برخه اخیستې وه.
آلمان تر مارچ مياشتې پورې سعودي عربستان ته وسلې نه صادروي
آلمان اوس هم سعودي عربستان ته وسلې نه صادروي. د آلمان د اقتصاد وزارت يوې وياندې وويل چې دمگړۍ د وسلو د صادراتو جوازونه نه دي ورکړل شوي. آلماني رسنيو خبر ورکړی دی چې د وسلو د صادراتو توقف به د مارچ تر لومړۍ نیټې پوري دوام ولري. آلمان د سعودي عربستان د منتقد ژورناليست جمال خاشقجي تر وژنې وروسته د غبرگون په توگه دغه هيواد ته د وسلو صادارت درولي. په ټوله کې هم په تېر کال کې د وسلو صادرات کم شوي ول.
هیومن راېتس واچ د استبدادي حکومت پر ضد د مقاومت هرکلی کړی
د بشري حقونو د څار سازمان «Human Rights Watch» په ټوله نړۍ کې د بشري حقونو د سرغړونو او استبدادي حکومتونو پر ضد د مقاومت هرکلی کړی دی. ټولني د خپل کلني رپوټ د معرفي کولو پر وخت وويل چې په اروپا کې پر ديموکراسۍ د بريدونو پرضد مقاومت زيات شوی دی. د ټولنې په رپوټ کې له ايغور مسلمان اقليت سره د چين د حکومت چلن د سترې ستونزې په توگه ياد شوی دی.
د ترکیې حکومت هالنډۍ خبرياله تر نيولو وورسته اخراج کړې
د ترکیې حکومت يوه هالندۍ ژورناليسته تر نيولو وروسته اخراج کړې ده. د ترکیې د حکومت يوه استازي ويلي دي چې د خبريالي اخراج د هغې له ژورناليستيکي کارونو سره هيڅ تړاو نه لري. د ترکیې پوځ دغه ۳۱ کلنه هغه وخت ونيوله چې غوښتل يې د کډوالو په اداره کې خپله ویزه تمديد کړي. د ترکیې او هالنډ اړيکي له څو کالونو راهيسې ستونزمنې دي. دواړو هيوادونو همدا د تېر کال په جولای مياشت کې بيرته سفارتي اړيکي ټينگې کړې وې.
نايجيريا: په زرونه انسانان کډوال شوي
د «بې سرحده ډاکترانو» سازمان د اټکلونو له مخې د نايجيريا له شمال ختيځه يو وار بيا زيات انسانان کډوال شوي دي. ویل شوي دي چې پر رن ښار د دوشنبې تر برید وروسته ۸۰۰۰ کسان کامرون ته تښتيدلي دي. سازمان ويلي دي چې په راتلونکو ورځو کې ښايي په زرونو نور انسانان هم تېښتې ته اړ شي. د نایجيريا رسنيو خبر ورکړې وو چې د بوکو حرام مليشو پر دغه سيمه بريدونه کړي دي. تر اوسه په دې بريدونو کې ۱۴ انسانان وژل شوي دي.