لنډ خبرونه په متن او انځور کې
رونالدو د مالیې د غلا له وجې په جزا محکوم شوی
د مادريد يوې محکمې د فوټبال مشهور لوبغاړی کرستيانو رونالدو د ماليې د غلا کولو له کبله په ۲۳ میاشتو تعلیقي بند محکوم کړی او کابو ۳،۶ميليونه یورو یې نغدي جريمه کړی دی. د محاکمې په جريان کې دغه پرتگالي ستوري د څارنوالۍ سره وار د مخه شوی دغه توافق منلی دی. خو دا لا روښانه نه ده چې دغه نغدي جريمه د هغو ۱۸،۸ ميليونه يورو مالیې سره حسابيږي که نه، چې رونالدو پرې پرې موافقې ته رسيدلی وو.
پاکستان: سختو ورښتونو او واورې گډوډي رامنځته کړې
د چارواکو په حواله سختو ورښتونو او واورې د پاکستان په شمالي سيمو کې ژوند په ټپه درولی دی. ويل شوي دي چې د واورې ښوېدو او سړکونو د بنديدو له وجې په سونه کسان په غرنيو سيمو کې بند پاتې دي. د پوځ د عامه اړيکو وياند جنرال آصف غفور په يوه اعلاميه کې ويلي دي چې پوځ او ملکي ادارو د ژغور عملې د واورو له کبله بند پاتې سيالانيان ژغورلي دي.
د آلمان او فرانسې ترمنځ د دوستۍ نوی تړون لاسليک شو
د آلمان صدراعظمې انگلا ميرکل او د فرانسې ولسمشر ايمانويل مکرون د آلمان په آخن ښار کې د دواړو هېوادونو د دوستۍ تړون لاسلیک کړ. د «آخن تړون» د الیزې تړون چې پوره ۵۶ کاله پخوا د فرانسې د ولسمشر شارل دي گول او د آلمان د صدراعظم کونراد ادنآور له خوا لاسليک شوی وو، يوه نوې بڼه ده. د نوي تړون له مخې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصاد، دفاع او اروپا په سیاست کې همکاري نوره هم ژوره شي.
«د اسرائيلو په هوايي بريد کې د وژل شويو شمير ۲۱ تنو ته لوړ شوی»
د فعالانو په حواله په سوريه کې د اسرائيلو په تازه هوايي بريدونو کې د وژل شويو شمير ۲۱ تنو ته لوړ شوی دی. ويل شوي دي چې وژل شوي زياتره ايرانيان دي. د بشري حقونو د څار سوريايي ټولني ويلي دي چې دغه بريدونه د يکشنبې په ناوخته ماسختن او دوشنبې په سهار وختي پر ايراني اهدافو شوي دي. د دې ټولنې مشر رامي عبدالرحمان ويلي دي چې د وژل شويو شمیر چې لومړی ۱۱ ښوول شوی وو اوس ۲۱ تنو ته لوړ شوی دی.
يونان: مهاجرو په کمپونو کې د ناوړه شرائطو پر ضد مظاهرې کړي
د يونان په ساموس ټاپو کې د مهاجرو د نوم ثبولو په کمپونو کې د ناوړه شرائطو پر ضد يو وار بيا په سونو مهاجرو مظاهرې کړي دي. دغه مهاجرو چې زياتره یې د افريقايي هېوادونو دي، د دغه ټاپو په مرکزي ښار واتي کې د سه شنبې په ورځ يو لوی سړک درې ساعته بند کړی وو. دوی پر نورو سربيره د «آزادۍ» نعرې وهلي او غوښتنه یې کوله چې له دې ټاپو څخه دې د يونان نورو ښارونو ته انتقال کړل شي.