لنډ خبرونه په متن او انځور کې
د پاکستان د هوايي ځواک يوه الوتکه نسکوره شوې
پاکستاني چارواکو ويلي چې د هوايي ځواک يوه جنگي جټ الوتکه یې رالوېدلې ده او پېلوټ یې وژل شوی دی. د پاکستان د هوايي ځواک يوه وياند وويل چې د چين جوړ دا F-7PG ډوله الوتکه د بلوچستان په مستنگ سيمه کې د «معمول عملیاتو د روزنې د ماموريت» پر مهال رالوېدلې ده. د پاکستان هوايي ځواک چې زياتره له چين څخه خپل پوځي تجهیزات رانيسي، زياتره دغه تجهيزات له مرگونو پېښو سره مخامخ کيږي.
افغان چارواکي: «د ميدان ښار د بريد طراح مو وژلي»
افغان چارواکو ويلي دي چې ملي امنیت ادارې د طالبانو هغه غړی وژلی دی چې په میدان وردګ کې د استخباراتو پر مرکز د برید اصلي طراح وو. ویل کیږي چې په دې برید کې تر ۱۰۰ ډیر ځواکونه ووژل شول. د افغانستان د ملي امنیت ادارې ویلي دي چې د طالبانو یو قوماندان چې نوم یې نعمان ښوول شوی، د سه شنبې په ماښام په یوه هوایي برید کې وژل شوی دی.
په افغانستان کې يو امريکايي عسکر وژل شوی
په افغانستان کې يو امريکايي عسکر وژل شوی دی. په کابل کې د ناټو د پريکړنده ملاتړ ماموريت له خوا ويل شوي چې دا عسکر د «دښمن د يوې کوچنۍ وسلې په ډزو» وژل شوی دی. د پېښې په هلکه نور جزيات نه دي په ډاگه شوي او يوازې دومره ويل شوي چې دا موضوع تر څيړنې لاندې نيول شوې ده. د روان ميلادي کال له پېل راهيسې دا دويم امريکايي عسکر دی چې په افغانستان کې وژل کيږي.
د اف بي آي کارکوونکو ته معاشونه نه ورکول کيږي
د امريکا متحده ایالاتو په حکومت کې د بودجې پرسر جنجال د امريکا فدرالي پوليس اداره «اف بي آي» هم له ستونزو سره مخامخ کړې ده. دغه اداره نه شي کولی خپلو مخبرانو او ترجمانانو ته معاشونه ورکړي چې دا کار پر ترهگرۍ ضد جگړه هم اغیز لري. د ايف بي آی د صنفي اتحادیې د بيانیې په حواله کارکوونکو د نوم نه ښوولو په شرط شکايت کړی دی چې کار یې قسماً د دغه ادارې له پاره د بودجې د نشتوالي له کبله دريدلی دی.
د بهرني تجارت ټولنه: د آلمان صادراتي اقتصاد به وده وکړي
د نړيوالو تجارتي بحرانونو او له اروپايي ټولنې څخه د برېتانيا بې له تړونه د وتلو له خطر سره سره هم د آلمان صادراتي اقتصاد ته خوشبيني زياته ده. د بهرني تجارت ټولنې د مشر په خبره به صادرات درې سلنه وده وکړي. نوموړي وويل چې د ۲۰۲۰م کال له پاره آن تر درې نيمې سلنه ودې تمه کيږي. نوموړي د «دي ويلټ» ورځپاڼې ته وويل چې په ټوله نړۍ کې د مخکې په څېر اوس هم خلک ودانۍ جوړوي، پانگونه کيږي او لگښتونه دوام لري.
آلمان ته کډوالي کم شوی دی
د آلمان د کورنيو چارو وزارت ويلي دي چې د هغو کسانو شمېر چې د پناه غوښتنه یې کړې ده، کم شوی دی. د دغه وزارت په حواله په تېر ۲۰۱۸م کال کې ۱۸۶۰۰۰ کسانو د پناه غوښتنه کړې وه چې دا د ۲۰۱۷م کال په پرتله ۱۶ سلنه کم دي. د کورنيو چارو وزير هورست زېهوفر وويل چې په دې سره په ۲۰۱۵م کال کې د مهاجرو د بحران له اوج راهيسې د کډوالو په شمېر کې «دوامدار کمښت» ليدل کيږي.