لنډ خبرونه په متن او انځور کې
د افغانستان پخوانی ولسمشر حضرت صبغت الله مجددي ومړ
پر افغانستان د شوروي اتحاد د یرغل تر ماتې او په کابل کې د نجیب الله تر مشرۍ لاندی د رژیم له نسکوریدو څخه وروسته، د افغانستان لومړی ولسمشر صبغت الله مجددي د ور پيښي ناروغۍ له کبله د ۹۳ کلونو په عمر ومړ. مجددي په ۱۹۹۲م کال کې د یو لنډ مهال لپاره ولسمشر وو.د مجددي پخواني ویاند شریف یوسفي ويلي دي چې مجددي په پلازمینه کابل کې د فبروري میاشتې پر ۱۱ نېټه د ۹۳ کلونو په عمر مړ شو.
د نوي ډيلي په هوټل کې اورلگېدلې ۱۷ کسان وژلي
د هند د پلازمينې نوي ډيلي په يوه هوټل کې د اور لگيدنې په پېښه کې ۱۷ کسان وژل شوي او لږ تر لږه ۴ نور ټپيان شوي دي. چارواکو ويلي چې زياتره کسان په کوټو کې د لوگي یا دود په نتیجه کې د خفق کیدو له مړه شوي دي. اور د ارپت پېلس په نوم د دې پنځه منزله هوټل په وورستي پوړ کې لگېدلی وو. د عيني شاهدانو په حواله مرسته هم په ځنډ سره ورسيدله.
خيبر پښتونخوا: وسله والو څلور تنه پوليس وژلي
پاکستاني چارواکو ويلي چې شکمنو وسله والو په دېره اسماعيل خان سيمه کې د پوليسو پر يوه موټر د ډزو په پايلې کې د پوليسو څلور افسران وژلي دي. د پوليسو يوه ځايي مشر محمد جاويد وويل چې د سه شنبې ورځې په دې بريد کې دوه نور پوليس ټپيان شوي دي. تر اوسه هیڅ کومې ډلې د بريد مسئوليت نه دی منلی خو شک یې پر پاکستاني طالبانو کيږي چې پخوا یې د دې ډول بريدونه ادعاوې کړي دي.
هسپانيا: د کاتالونيا په تړاو محاکمه پېل شوې
د مادريد په ستره محکمه کې د کاتالونيا د خپلواکۍ د غورځنگ د مخکښو استازو محاکمه پېل شوې ده. پر دوی له هسپانیې څخه د دې سيمې د جلا کولو د هڅو تور لگول شوی دی. د کاتالونيا سيمې د پخواني مشر د مرستیال اوريول جونويراس او ډله یې تر ۲۵ کالونو بند سزاو له گواښ سره مخامخ ده. د سيمې پخوانی مشر کارلس پوژدمون له هېواده تښتېدلی وو او له همدې کبله سمدلاسه د هغه محاکمه ممکنه نه ده.
د امريکا دفاع وزير عراق ته تللی
د امريکا د دفاع سرپرست وزير پيتريک شاناهان په ناڅاپي توگه عراق ته تللی دی. په دې سفر کې ښايي په تیره بيا په عراق کې په راتلونکي کې د امريکايي پوځ د حضور موضوع مطرح وي. ولسمشر ترمپ لږه موده مخکې له دې څرگندونو سره چې امريکايي عسکر به له عراق څخه ايران څاري، سخته غوسه پارولې وه. د عراق ولسمشر ويلي ول چې اساسي قانون یې اجازه نه ورکوي چې عراق دې پر گاونډيانو د بريد له پاره د اډې په توگه وکاريږي.
مرستندويه توکي ښايي وينيزويلا ته رسيدلي وي
پر سرحدونو له خنډونو سره سره هم ښايي وينيزويلا ته مرستې رسيدلي وي. د موقتي دورې په خپل سر نومول شوي ولسمشر خوان گوايدو او اپوزيسيون په یوه ويډيو کې د خوراکي موادو پاکټونه ښکاره کړل. د گوايدو په حواله د ۱،۷ ميليونو يورو په ارزښت دا لومړی مرسته د ميندوارو ښځو او خوار ځواکو ماشومانو له پاره ده. خو دا چې چا دا مرستې ترلاسه کړي، تر اوسه معلومه نه ده.
ملگرو ملتونو او آلمان د سوریې له پاره د نوي اساسي قانون غوښتنه کړې
د آلمان د بهرنيو چارو وزير هايکو ماس او د سوریې له پاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي گاير پيترسن په سوريه کې د نوي اساسي قانون غوښتنه کړې ده. پیترسن وويل چې په سوريه کې يوه نوي پېل ته اړتيا ده چې دوامدار اوربند یې بنسټ ايښوولی شي. ماس هم وويل چې سوريه بايد ډېر ژر بيرته ثبات ومومي. د هغه په خبره دا کار يوازې د يوې دومدارې او پاېدارې سياسي پروسې له لارې شونی دی.