لنډ خبرونه په متن او انځور کې
د آلمان کابينې په افغانستان کې د خپل پوځ ماموريت تمديد کړ
د آلمان کابينې د چهار شنبې په ورځ په افغانستان کې د خپل پوځ ماموريت تمديد کړ. د ناټو د پريکړنده ماموريت په چوکاټ کې دمگړۍ کابو ۱۲۰۰ آلماني عسکر په افغانستان کې میشت دی. د آلمان پارلمان بايد اوس په دې هلکه وروستۍ پريکړه وکړي. دا په داسې حال کې ده چې د آلمان حکومت د سه شنبې په ورځ وړاندیز کړی چې چمتو دی د افغانستان د سولې يو کنفرانس جوړ کړي او وسله وال طالبان هم ورته را وبلي.
فون ډېر لاين: داعش لا مات شوی نه دی
د آلمان د دفاع وزيرې اورزولا فون ډېر لاين، د مونشن تر امنيتي کنفرانس مخکې غږ کړی چې د افراطي ډلې داعش پر ضد مبارزه بايد له وخته مخکې ونه دروله شي. نوموړې د آلمان خبري آژانس «ډي پي ای» ته ویلي: «موږ پوهيږو چې داعش لا ماته نه خوړولې خو کولی شي خپله څيره او تاکتيک بدل کړي.» د غونډې تر مخه به ۱۳ هېوادونه یعني د داعش ضد ائتلاف اصلي غړي د راتلونکي د تگلارې په هکله مشوره وکړي.
پاکستان په ټولنیزو رسنیو کې د له کرکې ډکو څرګندونو مخنیوي کوي
کستان حکومت د چهار شنبې په ورځ اعلان کړی چې له راتلونکې اوونۍ څخه په ټولنیزو رسنيو کې د کرکه پارونکو څرگندونو پر ضد گامونه پورته کوي. د پاکستان د اطلاعاتو وزير فواد چودهري رسنيو ته وويل: «موږ داسې يو ميکانیزم رامنځته کړی چې په ټولنیزو رسنيو کې له کرکې څخه ډکې څرگندونې کنترول کړو.» نوموړي وويل چې په روانه اوونۍ کې یې «مهم کسان» نيولي دي او «له بلې اوونۍ څخه به کلک گامونه پورته کړل شي.»
روسیې د وینزویلا په کړکیچ کې د مینځگړیتوب وړاندیز کړی
روسیه چمتو ده چې په وینزویلا کې د حکومت او اپوزسیون ترمنځ د قدرت پر سر شخړه کې مینځگړیتوب وکړي. په عین وخت کې د روسیې حکومت په دغې شخړې کې د نه لاس وهنې غوښتنه کړې ده. ويل شوي دي چې د دغه هیواد د بهرنیوچارو وزیر خپل امریکايي همتا ته ويلي د «د واشنگتن له خوا د زورزیاتیو څخه د کار اخیستو لپاره د گواښ ورکولو په شمول د وینزویلا په کورنیو چارو کې د هر ډول لاس وهنې پر وړاندی خبرداری ورکړی دی.»
استرليا غواړي د مهاجرو لانجمن کمپ بيرته پرانیزي
د استرليا لومړي وزير سکات موريسن د پارلمان په يوه رای گيرۍ کې تر ماتې وروسته د هند سمندرگي په کرسمس ټاپو کې د مهاجرو د يوه لانجمن کمپ د بيرته پرانيستلو اعلان کړی دی. دغه زندان ډوله کمپ په تیر وخت کې د وژنو او بلوا شاهد وو او د تير کال په اکتوبر مياشت کې تړل شوی وو. موريسن د خپلې پريکړې په دليل کې وويل چې ښايي ډېر مهاجر استرليا ته مخه کړي.
په آلمان کې د سوریې د استخباراتو دوه پخواني کارکوونکي وینول شول
د آلمان څارنوالۍ په لاروښونه د سوریې د استخباراتي ادارې دوه پخواني کارکوونکي په آلمان کې نيول شوي دي. پر دغو نارينه وو د شکنجې له کبله په سوريه کې د بشري جنايت د ترسره کولو تور دی. يوه شکمن ښايي په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲م کلونو کې په شکنجه او فزيکي ځورونې کې لاس لرلی وي. پر بل شک کيږي چې ښايي د دوو انسانانو په وژنه او همدا راز د لږ تر لږه ۲۰۰۰ انسانانو په شکنجه او ځورونه کې مرسته کړي وي.