لنډ خبرونه په متن او انځور کې
په کشمير کې له وسله والو سره په نښتو کې ۴ هندي عسکر وژل شوي
د هند تر ولکې لاندې کشمير کې د دوشنبې په ورځ له وسله والو سره د نښتو په ترڅ کې څلور هندي عسکر وژل شوي دي. د چارواکو په حواله په پلوامه سيمه کې دې نښتو څلور ساعته دوام کړی او په پايله کې یې دوه وسله وال او يو ملکي وگړی هم وژل شوي دي.يو عسکر او يو ملکي تن سخت ټپيان دي. دا نښتې په داسې حال کې شوي دي چې همدا د پنجشنبې په ورځ د هندي عسکرو پر يوه کتار ځانمرگي بريد د هند ۴۱ نيمه پوځيانو ووژل.
افغانستان ته د مهاجرو پر پلان شوي اخراج نيوکې شوي
د آلمان د پارلمان مرستيالې مشرې کلاوديه روت چې د آلمان د زرغون گوند غړې ده، افغانستان ته د پناه غوښتونکو پر پلان شوي اخراج سختې نيوکي کړي. روت د دوشنبې په ورځ د آلمان آر اين ډي شبکې سره په خبرو کې وويل: «افغانستان خوندي نه دی، د هر چا له پاره په هره سيمه کې چې وي.» پتېيل شوې ده چې يوه چارتر الوتکه د آلمان له فرانکفورت څخه کابل ته يوه ډله رد شوي افغان پناه غوښتونکي بيرته خپل هېواد ته ستانه کړي.
روحاني: پر ايران د امريکا بندیزونه «اقتصادي جگړه» ده
د ايران جمهوررئيس حسن روحاني پر ايران د امريکا متحدو ايالاتو بندیزونه د اقتصادي جگړې په توگه ياد کړل او ویې ويل چې «اقتصادي جگړه تر پوځي جگړې ډېره سخته وي.» روحاني دا څرگندونې د دوشنبې په ورځ د فارس خليج په بندر عباس کې د تېلو د تصفیې د دريم او وروستي پړاو د افتتاح پر وخت وکړې. د دې د جوړيدو چارې په ۲۰۰۶م کال کې پېل شوې وې او د ورځې د کابو ۴۰۰ زرو بيرلو تېلو د پاکولو ظرفيت لري.
پولند په بيت المقدس کې د وایسگراد هېوادونو په سرمشریزه کې ګدون نه کوي
پولند په بيت المقدس کې د وايسگراد ډلې د هېوادونو په دوه ورځنۍ غونډه کې خپل گډون لغو کړی دی. په دې کلتوري او سياسي ټولنه کې پولند، چک جمهوريت، سلواک او هنگري گډون لري. لومړي وزير ماتيوسڅ ماروويسيکي وويل چې د بهرنيو چارو وزير به یې اسرائيلو ته سفر ونه کړي. نوموړي وويل چې د دې دليل د اسرائيلو د بهرنيو چارو د وزير اسرائیل کتڅ د «توکمپالني» څرگندونې دي.
وينيزويلا د اروپا د پارلمان غړيو ته د داخليدو اجازه نه ده ورکړې
د اروپايي ټولنې د پارلمان هغه پنځه غړي چې د ونينزويلا د اپوزيسيون مشر او پرخپل سر د موقتي دورې نومول شوي ولسمشر خوان گوايدو ته يې د سفر بلنه ورکړې وه، وينیزويلا ته پرې د سفر بندیز لگول شوی دی. د اروپا د پارلمان هسپانوي غړي استېبان گونسالس پونز د کاراکاس په هوايي ډگر کې وويل: «موږ به اخراج کړل شو.» د وينيزويلا د بهرنيو چارو وزارت د اروپا پارلمان پر دې غړيو د توطیې تورونه لگولي دي.
يمن: ښکيل اړخونه له حديده څخه د جنگيالو پر ايستلو سره سلا شوي دي
د يمن حکومت او د حوثي ياغيانو استازو د حديده ښار او د هغه د صليف او راس عيسی بندرونو څخه د ځواکونو د ايستلو پر لومړي پړاو هوکړه کړې ده. ملگرو ملتونو دا يو مهم پرمختگ بللی. د حديده بندر ته لاس رسۍ د يمن د جگړه ځپلې هېواد د لوږي له گواښ سره مخامخ ولس ته د خوراکي توکو د رسولو له پاره ډېر مهم دی. له ښار څخه د ښکيلو اړخونو د جنگيالو وتل د هغه اوربند مهم ټکی وو چې په دسمبر مياشت کې پرې توافق وشو.
ماس: د داعش د آلمانی جنگيالو ستنول به ستونزمن وي
د آلمان حکومت د امريکا متحدو ايالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ د هغه غوښتنې په هلکه چې وايي په سوريه کې نيول شوي د داعش بهرني جنگيالي دې په خپلو هېوادونو کې محاکمه شي، شکونه څرگند کړي دي. د آلمان د بهرنيو چارو وزیر هايکو ماس ويلي دي چې د دغو جنگيالو بيرته راستنول به يو ستونزمن گام وي. هغه یې لا د تابيعت د ارزونې او محاکمې د پېلولو له پاره د اړينو معلوماتو د ترلاسه کولو په برخه کې ستونزه ويني.