لنډ خبرونه په متن او انځور کې
هالند: په يوه ريل کې د ډزو په پایله کې مرگ ژوبله اوښتې
د هالند په اوتريښت ښار کې په يوه ريل کې د ډزو په نتيجه کې يو تن وژل شوی او يو شمير نور ټپيان شوي دي. د پوليسو يوه ویاند وويل چې د پېښې د ترهگريز شاليد ارزول کيږي. هغه زياته کړه چې په دې هلکه پلټنې په چټکۍ سره رواني دي. خو تر اوسه په دې تړاو څوک نيول شوي نه دي. زياته شوې چې د ريلونو د دغه تمځای شا او خوا سيمه د خلکو پر مخ تړل شوې ده. لومړي وزير د يوه ناآرامه کوونکي وضعيت څخه خبره یادونه کړې.
کشمير: يو هندی عسکر د پاکستان له خوا د ډزو په نتیجه کې وژل شوی
د هند د پوځ له خوا ويل شوي چې د دوشنبې په ورځ د کشمير په لانجمنه سیمه کې د پاکستان د سرحدي ځواکونو د تازه ډزو په نتيجه يو عسکر وژل شوی او درې نور سخت ټپيان شوي دي. د هند او پاکستان ترمنځ د تیرو اوونيو تر ترینگلتيا راهيسې په سرحدي سيمه کې له اوربند څخه د سرغړونې د څو پېښو د رامنځته کیدو رپوټونه ورکړل شوي دي. ویل شوي دي چې د هند پوځ هم ځوابي ډزې کړي دي او نښتې دوه ساعته وروسته ودريدي.
د چين حکومت د شينجيانگ د روزنې له کمپونو څخه دفاع وکړه
د چين د حکومت د يوه ستراتيژيک سند په حواله په شينجيانگ سيمه کې له ۲۰۱۴م کال راهيسې چارواکو څه نه څه ۱۳۰۰۰ «ترهگر» نيولي دي او تر ۲۰۰۰ زيات چاوديدونکي توکي یي په خپل کنترول کې اخيستي دي. حکومت په دغه ستراتيژيک سند کې په شينجيانگ ايالت کې د هغو لانجمنو اقداماتو څخه دفاع وکړه چې د افراطيت د له منځه وړولو له پاره یې پر لاره اچولي دي.
امريکا په سوريه کې د زرو عسکرو د پريښودو رپوټ رد کړی
امريکا متحدو ايالاتو د يکشنبې په ورځ هغه رپوټ په کلکه رد کړی چې پکې ويل شوي ول چې دغه هېواد په سوريه کې د زرو تنو عسکرو د پريښودو پلان لري. زياته شوې ده چې په سوريه کې د ۲۰۰ عسکرو د پاتې کیدو پلانونو تغير نه دی کړی. د «وال ستريت ژورنال» د يکشنبې په ورځ رپوټ ورکړی وو چې امريکا اوس د کردي ځواکونو سره د همکارۍ د دوام اراده لري.
نوی زيلند: پر يوه ۱۸ کلن د مسجد د ويديو د خپرولو له کبله دعوا شوې
د نوي زيلند په کرايست چرچ ښار کې پر يوه اتلس کلن ځوان له دې کبله د اقامې دعوا شوې چې د النور مسجد د بريد ژوندۍ ويديو یې خپره کړې وه. هغه بايد په محکمه کې د مسجد د يوه داسې انځور د خپرولو له کبله چې د «هدف ترلاسه شو» جمله پرې ليکل شوې وه او «زور زياتي ته د هڅولو» له کبله باید ځواب ووايي. نوموړي په هره قضيه کې احتمالا د ۱۴ کالونو د بند د سزا له گواښ سره مخامخ دی.
د وينزويلا ولسمشر په کابينه کې د بدلون پلان لري
د وينزويلا برحاله ولسمشر نيکولاس مادورو په کابينه کې د بدلون پلان لري. مرستيیالې ولسمشرې ديلسي رودريگوز د تويتر ټولینیزې شبکې په خپل پیغام کې لیکلي دي چې وزيران بايد له دندې لاس پر شي، څو د حکومت د «ژورې بيا رغاونې» له پاره زمينه برابره شي. زياته شوې چې دا کار د هېواد د هر ډول خطر څخه د ساتلو په هدف کيږي. وينزويلا چې په تيلو غني هېواد دی، د څو مياشتو راهيسې پکې د واک پر سر سخته مبارزه روانه ده.