لنډ خبرونه په متن او انځور کې
ايټاليا د ژغورل شويو کډوالو کښتۍ ته اجازه نه ورکوي
په مديترانه سمندرگي کې يو وار بيا د يوې کښتۍ پر سر لانجه رامنځته شوې چې ژغورل شوي مهاجر پکې سپاره دي. د ايټاليا د کورنيو چارو وزير ماتیو سالويني د «Mare Jonio» په نوم کښتۍ د ايټالیې يوه بندر ته د ورتگ غوښتنه رد کړې ده. د «مدیترانيه» په نوم مرستندويه ټولنې ويلي چې د ژغورنې په دې ايټالوي کښتۍ کې هغه ۴۹ کډوال سپاره دي چې د ليبيا ساحل ته څيرمه ژغورل شوي ول.
د طالبانو له خوا تښتول شوی انجينر آزاد شوی دی
د هند بهرنيو چارو وزارت له خوا ويل شوي چې له هغو اوو هندي انجينرانو څخه يو چې تېر کال په افغانستان کې د طالبانو له خوا تښتول شوي ول، آزاد شوی او بيرته خپل هېواد ته ته ستون شوی دی. دغه هنديان د ۲۰۱۸م کال د مي پر ۶ نیټه په بغلان ولايت کې له خپل موټر څخه تښتول شوي ول. د وزارت له خوا ويل شوي دي چې د نورو انجينرانو د ژر او خوندي ستنېدا له پاره به د افغانستان حکومت سره په شريکه هلې ځلې وکړي.
د اروپا محکمه د اروپايي اتحادیي غړيو هېوادونو ته د کډوالو اخراج آسانوي
د اروپا محکمې د اروپايي اتحادیې غړيو هېوادونو ته د کډوالو د اخراج په برخه کې د آلمان مشکل يو څه کم کړی دی. په لوگزامبورگ کې د محکمې قاضيانو پريکړه کړې چې د یوه هېواد د ټولنیز سیستم په برخه کې نېمگړتياوې دغه هېواد ته د يوه پناه غوښتونکي د بيرته ليږد د لارې خنډ باید نه وي. زياته شوې چې د اخراج بندیز به يوازې په هغه صورت کې وي چې په دوهم هېواد کې د غير انساني چلن او د «ډېرمادي فقر» گواښ متوجې وي.
د هالند د بريد انگیزه لا څرگنده شوې نه ده
د هالند په اتريخت ښار کې په يوه اورګاډي کې د ډزو د پیښې وروسته د یوه ترهګریز برید د انگيزې په هلکه نخښې نښانې زیاتې شوي دي. د عدلیې له خوا ويل شوي چې په هغه موټر کې چې بريدگر پکښې تښتېدلی وو، د موندل شوې ليکنې ارزونه دغه ډول يوې انگیزې ته اشاره کوي. شکمن بريدگر چې ۳۷ کلن او په اصل کې ترکی دی، نيول شوی دی. د رسمي معلوماتو په حواله په بريد کې لږ تر لږه ۳ کسان وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي.
گوايدو په امريکا کې درې قونسلگرۍ نيولي دي
په وينزويلا کې د سياسي واک پر سر د مبارزې په ترڅ کې خوان گوايدو چې ځان يي په خپله د دغه هیواد د موقت ولسمشر په توگه نومولی، په امريکا متحدو ایالاتو کې د دغه هېواد د دريو قونسلگريو چارې سنبالې کړي دي. گوايدو ته نزدې کسانو په واشنگټن کې د نظامي آتشې دوه نمايندگۍ او په نيويارک کې قونسلگري تر خپل کنترول لاندې راوستې ده. برحاله ولسمشر د غير قانوني اشغال څخه خبره کړې ده.