لنډ خبرونه په متن او انځور کې
د آلمان کابينې له ترهگرو د تابيعت اخيستلو پريکړه وکړه
د آلمان کابينې يو قانون تصويب کړ چې له مخې به یې په راتلونکي کې له هغو جهادستانو څخه د آلمان تابيعت واخلي چې دوه گونی تابيعت ولري. د قانون په دليل کې ويل شوي چې په بهر کې د اسلامپالو مليشو په پلوۍ په جگړه کې له برخه اخيستو سره دغو کسانو داسې يو احساس ورکړی چې هغوی د آلمان او د هغه له بنسټيزو ارزښتونو څخه مخ اړولی دی. دا نوی قانون به پر کم سنو او هغو جنگيالو نه تطبيقيږي چې يوازې د آلمان تابيعت لري.
م.م: د نړۍ هر څلورم روغتيايي مرکز پاکې اوبه نه لري
د ملگرو ملتونو د يوې څېړنې په حواله په نړۍ کې هر څلورم روغتيايي مرکز پاکې اوبه نه لري. د يونيسف او روغتيا نړيوال سازمان له خوا په ترسره شوې يوه څېړنه کې ويل شوي دي چې د جنوبي هېوادونو تر دوه ميليارده زيات انسانان په روغتيايي مرکزونو کې د پاکو اوبو د نه شتون له امله کړيږي. زياته شوې ده چې په بې وزله هېوادونو کې آن په کابو نيمايي روغتيایي مرکزونو کې د اوبو رسولو سسټم موجود نه دی.
په استانبول کې د څو انتخاباتي حوزو راې ارزول کيږي
په استانبول کې د ترکیې د محلي ټاکنو رای ارزول کيږي. د ترکیې د ټاکنو ادارې د ښار په ۳۹ انتخاباتي حوزو کې د رايو د بيا شميرولو لارښوونه کړې ده. تر دې مخکې د ولسمشر رجب طيب اردوغان «ای کې پي» گوند د دې ټولو انتخاباتي حوزو پر نتايجو اعتراض کړی وو. ياد گوند د ټاکنو د لومړيو نتايجو پر اساس د اپوزیسيون د «سي ايچ پی» گوند په مقابل کې د ښاروال څوکۍ بايللې وه.
د ملگرو ملتونو عمومي منشي د مذهبي آزادۍ پر ساتلو ټینگار وکړ
د ملگرو ملتونو عمومي منشي انتونيو گوتېرش په ټوله نړۍ کې د مذهب او عقيدې د آزادۍ د ساتنې غږ کړی دی. د ملگرو ملتونو د يوې اعلاميې په حواله نوموړي د قاهرې د الازهر مسجد د امام احمد محمد الطيب سره په ملاقات کې ويلي: «د ستونزو او ويش په دې وخت کې موږ بايد يوځای سره ودريږو او يو بل وساتو.» هغه د نيوي زيلند په کرايست چرچ ښار کې پر دوو مسجدونو د تازه بريدونو له وجې د نړۍ له مسلمانانو سره خپل يووالی وښود.
د آلمان حکومت د گوايدو د مصئونيت پر لغوه کولو نيوکې وکړې
د آلمان حکومت د وينيزويلا د اپوزيسيون د مشر خوان گوايدو چې ځان په خپله د موقت ولسمشر په توگه نومولی دی، سره پر چلن سختې نيوکې کړي دي. د حکومت وياند شټيفن سایبرت وويل چې د آلمان حکومت د قانون جوړونکې شورا له خوا د گوايدو د مصئونيت لغوه کول په سختو ټکو سره غندي. د مصئونيت تر لغوه کيدو وروسته گوايدو د نيول کيدو له گواښ سره مخامخ دی.